د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګوادر کې د بلوچ یکجهتي کمېټې پرلت دوام لري


بلوچ یکجهتي کمېټې په ګودار کې تر جلسې وروسته پرلت وهلی دی ـ د جولای ۲۸مې انځور.
بلوچ یکجهتي کمېټې په ګودار کې تر جلسې وروسته پرلت وهلی دی ـ د جولای ۲۸مې انځور.

د بلوچ یکجهتي کمېټې مشرې ماهرنګ بلوڅې د بلوچستان له حکومته غوښتي چې د دوی ګرفتاره ملګري خوشي او د صوبې ټولې تړلې لارې خلاصې کړي.

نوموړې د اګست پر څلورمه په ګوادر کې د بلوڅانو د احتجاجي پرلت په ځای کې خبري غونډې ته وويل، له حکومت سره روانې خبرې به هله نتيجه ورکوي چې دغه شرطونه یې ومنل شي.

بلوڅې تور پورې کړ چې رياستي ځواکونو د اګست پر څلورمه په نوشکي کې د دوی يو ملګری وژلی.

هغې وویل"رياست پرون په نوشکي کې پر پرامنه احتجاجيانو په ډزو کې يو بلوڅ ځوان وژلی او يوشمېر نور يې ټپي کړي دي. له يوې خوا حکومتي وزيران تسليانې راکوي چې پر بلوڅانو به تشدد نه کېږي، خو له بلې خوا د نوشکي پېښه ښيي چې رياست د طاقت کارولو پالېسي جاري ساتلې ده."

بلوچ یکجهتي کمېټې د جولای پر ۲۸مه د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د "بلوچ راجي مچي" په نوم د ټولو بلوڅ قامونو يوه لويه غونډه وکړه. وروسته کمیټۍ هلته پرلت وهلی دی او له حکومته غواړي چې د بلوڅانو د لادرکه کولو او ځورولو لړۍ ودروي او هغوی ته پر خپلو وسايلو اختيار ورکړي.

په عین حال کې د بلوچستان اعلا وزير مير سرفراز بګټي په کوټه کې يوې غونډې ته ويلي چې حکومت يې له بلوڅ احتجاجيانو سره د خبرو ملاتړی دی، خو نوموړي زياته کړه چې هېڅ يو چا ته د احتجاج په پلمه د قانون ماتولو اجازه نشته.

سیپېک پروژه

بلوچستان، په تېره بيا ګوادر، د چين-پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپېک) لپاره ډېر اهميت لري. دا پروژه د پاکستان او چین ترمینځ لویه اقتصادي پروژه ده چې موخه یې د بېخبناوو جوړول او اقتصادي پرمختګ دی. د دې پروژې له امله، بلوچ ملتپالان او فعالان وایي چې دوی له خپلو وسايلو بې برخې کېږي او د خپلو حقونو لپاره احتجاج کوي.

د بلوچستان حکومت دريځ لري چې ګوادر، د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژو له امله ډېر حساس او ارزښتمن ښار دی، ځکه نو بلوچ یکجهتي کمېټي هلته پيل کړی احتجاج بايد ختم کړي.

پاکستان کې د ورکو شويو کسانو ستونزه

په پاکستان کې د ورکو خلکو ستونزه له څو لسیزو راهیسې روانه ده، خو په دې کې هغه وخت شدت راغلی چې د ۲۰۰۰ کال وروسته امنیتي ځواکونو په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې په بېلا بېلو وختونو کې پوځي عملیات پیل کړل.

د بشري حقونو فعالان او د ورکو کسانو خپلوان وايي چې امنیتي او استخباراتي ادارو هغه خلک ورک کړي دي او ادعا کوي چې ځینې کسان يې په "جعلي نښتو" کې وژل شوي هم دي، خو پوځ دا تورونه په بیا بیا رد کړي دي او وايي چې ځینې کسان چې ورک بلل کېږي له وسلوالو سره یو ځای شوي دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG