د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي د افغانستان ابادي شاوخوا ۳۶ مېلیونه ته رسېدلې ده


د افغانستان د مرکز کابل په یوه برخه کې د خلکو ګڼه ګوڼه ـ پخوانی انځور.
د افغانستان د مرکز کابل په یوه برخه کې د خلکو ګڼه ګوڼه ـ پخوانی انځور.

د طالبانو حکومت د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي دي چې د افغانستان د نفوس شمېر ۳۵.۸ مېلیونه ته رسېدلی دی.

ادارې د اګست پر اوومه په کابل کې د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل چې د دوی د سرشمېرنې له‌ مخې، له ټولې ابادۍ څخه یې ۱۸ مېلیونه سړي او څه باندې ۱۷ مېلیونه ښځې دي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۳ز کال کې د افغانستان نفوس شاوخوا ۳۵ مېلیونه ښوولی وو چې پکې د سړیو شمېر له ښځو زیات وو.

ادارې وویل چې په تېر کال کې یې څه باندې درې مېلیونه برېښنایي پېژندپاڼې وېشلي دي.

په افغانستان کې وروستۍ رسمي سرشمېرنه په ۱۹۷۹ز کال کې شوې وه خو د خراب امنیتي وضعیت او نښتو له وجې بشپړه نه شوه. له هغه وخت راهیسې، د افغانستان د نفوس ارقام اکثر د هماغه کال د اټکلونو پر بنسټ تازه کېږي.

په ۲۰۱۷ز کال کې د افغانستان حکومت د ملګرو متلونو د ابادۍ ادارې (یو اېن اېف پي اې) او د ورلډ پاپ په نوم د ابادۍ په اړه د نړیوال څېړنیز پروګرام مرسته یو نوی اټکل وړاندې کړ او د سپوږمکۍ انځورونو او نورو جغرافیایي معلوماتي نظامونو په مرسته یې د هېواد نفوس ۲۹.۷ مېلیونه اټکل کړی وو.

د طالبانو حکومت د خپلې سرشمېرنې د طریقې او بهیر په اړه معلومات نه دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG