د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمد یونس د بنګلادېش د لنډمهالي حکومت مشر په توګه لوړه وکړه


محمد یونس د اګست پر اتمه د ډاکې هوايي ډګر ته په رسېدو له یو لوړپوړي پوځي چارواکي سره روغبړ کوي.
محمد یونس د اګست پر اتمه د ډاکې هوايي ډګر ته په رسېدو له یو لوړپوړي پوځي چارواکي سره روغبړ کوي.

د نوبېل جایزې ګټونکي محمد یونس د بنګلادېش د لنډمهالي حکومت د مشر په توګه د خپلې دندې لوړه کړې ده.

نوموړي د اګست پر اتمه پلازمېنې ډاکې ته تر رسېدو وروسته وویل چې "بنګلادېش په دویم ځل خپلواکي واخیسته" خو زیاته یې کړه چې "خورا ډېر کار" ته اړتیا ده چې وشي.

یونس تر دې مخکې پر ولس غږ وکړ چې ارامه دې اوسي او د هېواد په پرمختګ کې دې خپل رول ولوبوي.

دا تر هغې وروسته ده چې پخوانۍ وزیراعظمې شیخ حسینې واجد د اګست پر پینځمه په بنګلادېش کې د وروستیو خونړیو مظاهرو له امله استعفا ورکړه او له هېواده ووتله. نوموړې له شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې پر هېواد واکمنه وه.

په بنګلادېش کې په سرکاري نوکریو کې د ځانګړې برخې یا کوټې په سر له تیرو څو اونیو راهیسې د زده کوونکو په مشرۍ مظاهرې روانې وې چې پکې د تاوتریخوالي او اخ و ډب په پېښو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.

محمد یونس به د نوي لنډمهاله حکومت د مشر په توګه له پوځي چارواکو، ملکي مشرتابه او د زده کونکو له مشرانو سره د هېواد د راتلونکې په اړه خبرې کوي.

کله چې د هېواد ولسمشر د یونس نوم د لنډمهالي حکومت مشر په توګه غوره کړ نو نوموړی د درملنې لپاره په پاریس کې وو او د اګست پر اوومه له هغه ځایه ډاکې ته روان شو.

محمد یونس د ۱۹۴۰ز کال د جون پر ۲۸مه زوکړی، له مسلکي پلوه بینکر او اقتصاد پوه دی او په ۲۰۰۶ز کال کې یې د سولې نوبل جایزه ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG