د لاسرسي ځای

تازه خبر

اولمپېک لوبې: ارشد ندیم پاکستان لپاره د سرو تمغه وګټله


پاکستانی نېزه ویشتونکی ارشد ندیم ـ انځور له ارشیفه.
پاکستانی نېزه ویشتونکی ارشد ندیم ـ انځور له ارشیفه.

پاکستاني نېزه ویشتونکي ارشد ندیم د پاریس په اولمپېک سیالیو کې د هند نیرج چوپړا ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو تمغه ګټلې ده.

ندیم د اګست پر اتمه په دویم ځل د نېزې ویشتلو پر مهال د اولمپېک سیالیو رېکارډ هغه وخت مات کړ چې کله هغه نېزه ۹۲.۹۷ میټره لیرې وویشته. داسې اټکل کېده چې نیرج چوپړا به سیالي وګټي، خو هغه نېزه ۸۹.۴۵ میټره لیرې وویشته او په نورو پینځو هڅو کې یې تېروتنې وکړې.


په پاریس کې روانې اولمپېک لوبې د جولای پر ۲۵مه پیل شوي دي، چې په دې کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ګڼو لوبغاړو ګډون کړی دی. په لوبو کې د پاکستان اووه او افغانستان شپږ لوبغاړو برخه اخیستې ده.

دا سیالۍ په مختلفو میدانونو کې ترسره کېږي، چې په کې د اتلېتیک، لامبو وهلو، جمناسټیک، او نورو ګڼو برخو کې سیالۍ شاملې دي. د پاریس اولمپېک لوبې په نړۍ کې یو له سترو سپورټي هلو ځلو څخه دي چې د نړۍ په کچه مینه وال لري.

XS
SM
MD
LG