د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره ګوري


په غزه کې خلک د اسراییلو تر بمبارۍ وروسته ړنګه شوې وداني ګوري - د اګست ۱۱مې انځور.
په غزه کې خلک د اسراییلو تر بمبارۍ وروسته ړنګه شوې وداني ګوري - د اګست ۱۱مې انځور.

ټاکل شوې ده چې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د اګست پر ۱۴مه په انقره کې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره وویني.

نوموړی تر دې یوه ورځې مخکې په مسکو کې وو. له اردغان سره ناسته په داسې ترینګلي وضعیت کې کېږي چې په غزې تړانګه کې له تېرو ۱۰ میاشتو راهیسې په روانه جګړه کې د اوربند هڅې روانې دي او پر اسراییلو د ایران او د هغه هېواد ملاتړو د بریدونو ګواښونه دي.

اسراییلو ته تر هغې وروسته ګواښونه کېږي چې د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، سیاسي مشر اسماعیل هنیه په تهران کې په حمله کې ووژل شو. ایران د هغه د وژنې تور پر اسراییلو پورې کړی، خو اسراییلو لا په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

ټاکل شوې چې د ترکیې ولسمشر د فلسطینۍ ادارې له مشر سره د اګست پر ۱۴مه د پېښور پر وخت ماخوستن شاوخوا اته نیمې بجې وویني.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييليان ووژل او ۲۴۰ یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو له هغې ورځې راهیسې په غزې تړانګه کې پراخه پوځي عملياتو ته دوام ورکړی دی. په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په جګړه کې تر ۴۰،۰۰۰ پورې کسان وژل شوي دي چې ډېری یې ملکیان دي. د جګړې پر مهال تر ۸۵،۰۰۰ زيات فلسطينيان ژوبل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG