د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډبلیو اېف پي: امریکا او برېتانیا له افغانستان سره څه باندې ۳۳۰ مېلیونه ډالره مرسته کړې


په اوروزګان کې خلک له ډبلیو اېف پي څخه ترلاسه کړي خوراکي مرستې لېږدوي - پخوانی انځور.
په اوروزګان کې خلک له ډبلیو اېف پي څخه ترلاسه کړي خوراکي مرستې لېږدوي - پخوانی انځور.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) ويلي چې امریکا او برېتانیا له افغانستان سره څه باندې ۳۳۰ مېلیونه امریکايي ډالره مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو هغې ادارې، چې مخکې یې په افغانستان کې د مرستو د سخت کمښت په اړه اندېښنه ښوولې وه، د اګست پر ۱۴مه په دوو جلا بیانونو کې وویل چې امریکا په افغانستان کې د خوارځواکۍ د مخنیوي او د خلکو ژوند ژغورلو لپاره ورسره د ۲۸۰ مېلیونه ډالرو مرسته کړې.

بیانونه زیاتوي چې برېتانیا هم د بیړنیو پروګرامونو لپاره د څه باندې ۵۰ مېلیونه ډالرو مرسته کړې ده.

د ډبیلو اېف پي په وینا، په هغو پیسو به له ۴.۲ مېلیونه زیاتو خلکو ته خوراکي توکي او ۶۵۰،۰۰۰ خوارځواکو ماشومانو او له ۵۰۰،۰۰۰ څخه زیاتو میندو ته طبي خدمات او خواړه چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر اوچا د اګست پر ۱۳مه وویل چې د افغانستان ۴۸ سلنه نفوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي چې پکې نېږدې ۱۲.۴ مېلیونه یې کافي خواړه نه لري.

د بشري مرستو یوشمېر نړیوالو ادارو پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو درې کلونو پوره کېدو په مناسبت وویل مېلیونونه افغانان په "یو له تر ټولو لوی او پېچلي بشري بحران کې مبارزې" ته دوام ورکوي.

هغوی زیاته کړه چې افغانان په بشري مرستو متکي یا منحصر، د فقر، بېځایه کېدو او نهیلۍ په لومه کې ایسار دي.

XS
SM
MD
LG