د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزه کې د اوربند په اړه مذاکرات تر راروانې اونۍ ځنډول شوې دي


د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې یو پخوانی عکس.
د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې یو پخوانی عکس.

د اسراییل او حماس ترمنځ د ډزبندۍ لپاره منځګړتوب کوونکو د اګست پر ۱۶مه ویلي چې په غزه کې د اوربند په اړه مذاکرات تر راروانې اونۍ ځنډول شوې دي.

منځګړو ویلي، دوی غواړي چې د یو تړون له لارې د اسراییل او حماس تر مینځ جګړه ودروي او یرغمل شوي کسان راخوشې کړي.


حماس د امریکا او اروپایي ټولنې لخوا ترهګره ډله ګرځول شوې ده. امریکا ، قطر او مصر ویلي، واشنګټن د دواړو خواو تر مینځ د فاصلې کمولو او د تړون د زر عملي کولو لپاره نوی وړاندیز کړی.

په یو بیان کې ویل شوي دي چې د هغو پایلو لپاره یې لاره سمه کړې چې ترمخه یې د خلکو ژوند وژغورل شي، د غزې ولس ته ارامي ورکړي او سیمه ییز تاو تریخوالی راکم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزې په تړانګه کې د روغتیا وزارت چارواکو د اګست پر ۱۵مه ويلي وو چې د اسراییلو او حماس ترمينځ په روانه جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېره له ۴۰،۰۰۰ اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG