د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتني بلېنکېن د اګست پر ۱۸مه په داسې وخت کې اسراییلو ته سفر کوي چې د یاد هیواد ځواکونو د غزې په تړانګه کې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
دا سفر په داسې حال کې کېږي چې واشنګټن په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د لس میاشتینۍ جګړې ختمولو لپاره د ډزبندۍ کولو په موخه سفارتي هڅې زیاتې کړي دي.
بلېنکین دا سفر له هغه څو ورځې وروسته کوي چې امریکا د دواړو غاړو رانېږدې کولو لپاره وړاندیزونه مخې ته اېښي دي چې په اړه یې د قطر او مصر منځګړي باور لري چې دا به د مخالفو ډلو ترمنځ درزونه ختم کړي.
امریکايي چارواکي د ډزبندۍ هڅو ته د حتمي بڼې ورکولو په لړ کې تازه خوشبیني څرګنده کړې خو دا یې هم ویلي دي چې په دې لړ کې لا هم کار کولو ته ضرورت دی.
د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د ترهګر ګرځول شوي حماس ترمنځ له هغه راهیسې جګړه روانه ده چې دې وسله والې ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو بې ساري برید کړی وو.