د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبرپښتونخوا کې سېلابونو او بارانونو ۶۵ کسان وژلي دي


د پېښور يو کور ته د سېلاب اوبه ننوتې دي - انځور د اپريل د میاشتې دی.
د پېښور يو کور ته د سېلاب اوبه ننوتې دي - انځور د اپريل د میاشتې دی.

د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي د جولای له لومړې نېټې څخه د اګست تر ۱۸مې پورې بارانونو او سېلابونو په ټوله صوبه کې ۶۵ تنه وژلي دي.

د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم اې) ویاند انور شهزاد د اګست پر ۱۸مه مشال رېډیو ته وویل چې په وژل شوو کې۳۰ ماشومان او ۱۲ ښځې دي. انور شهزاد دا هم ویلي چې د بارانونو او سېلاونو متاثره کورنیو سره به تر حکومتي پالیسۍ لاندې مالي مرستې کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې د ځاني زیانونو ترڅنګ له اوو نیم سوو زیات کورونه هم ړنګ شوي دي.

د یو بل خبر له مخې په ټانک کې د ژغورنې ادارې چارواکو مشال رېډیو ته ویلي چې د اګست پر ۱۷مه په جنډوله سیمه کې په سېلاب کې یو تن وژلی او دوه تنه یې زخمیان کړي دي.

په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د اګست پر درېيمه ویلي وو چې په تېره یوه میاشت کې په ټول ملک کې د بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې تر ۱۲۰ زیات کسان وژل شوي دي. تر ټولو ډير زیان په غرنیوو سیمو کې اوښتی وو.

XS
SM
MD
LG