د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د بلوچستان حکومت له خوا پر منظور پښتین بندیز غندلی دی


منظور پشتین په کوټه کې جلسې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.
منظور پشتین په کوټه کې جلسې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د بلوچستان حکومت هغه حکم غندلی چې تر مخه یې د دوی پر مشر منظور پښتین او ځینو نورو مخکښانو هغې صوبې ته پر ورتګ بندیز لګولی دی.

د پي ټې اېم د مرکزي کمېټې غړي اغا زبیر شاه د اګست پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د حکومت بندیز غیرقانوني او د بشري حقونو د فعالانو د امن د هڅو د مخنیوي کوښښ دی. د هغه په وينا هڅه به کوي چې پر دې سربیره هم، منظور پښتين د اګست پر ۲۵مه خپل پلان کړی سفر وکړي.

د بلوچستان کورنيوو چارو وزارت د اګست پر ۲۲مه او ۲۳مه په دوو بېلابېلو نوټيفيکشنونو کې د تور په لګولو سره، د ضلعو ډيپټي کمېشنرانو ته امر کړی چې منظور پښتين او ملګري‌ یې عامه امن ګډوډوي نو ځکه باید دغې صوبې ته له داخلېدو منع کړل شي. دا بندیز د دريوو مياشتو لپاره دی. خو د پي ټي اېم زبیر اغا د عامه امن د خرابولو تور د خندا وړ بهانه بللي او وايي دوی د پښتنو لپاره امنيت او نور حقونه غواړي.

منظور پښتين په دې وروستيوو کې بېلابېلو سیمو ته سفرونه کوي او پښتانه سیاسي مشران د اکتوبر پر ۱۱مه د کېدونکې لویې جرګې لپاره ورغواړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د بلوچستان حکومت پر منظور پښتين داسې بندیزونه لګوي. بلکې تر دې مخکې یې هم څو ځل ورته کارونه کړي، خو نوموړی او غورځنګ وايي چې په ایین کې د هېڅ وګړي په سفر بندیز نشته او د ملک هرې برخې ته تللی شي نو ځکه دې حکومت له قانوني سرغړونو لاس واخلي.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو ټولنیز او سیاسي تحریک دی چې د پښتنو د حقونو، امنیت، او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره مبارزه کوي. دا تحریک په ځانګړې توګه د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې د پوځی عملیاتو، جبري تښتونو، او د بشري حقونو د نورو سرغړونو په وړاندې غږ پورته کوي.

د بلوچستان مرکز کوټې په ګډون د هغې صوبې په پښین، لورالای، زیارت، کچلاغ، کلا سیف الله، موسا خېل، ژوب، سوراب، هرنایي، کلا عبدالله او ځینو نورو ضلعو کې پښتانه په ګڼ شمېر کې اوسیږي او منظور پشتین غواړي چې هغو سیمو ته لاړ ته شي او خلک د اکتوبر ۱۱مې جرګې ته وغواړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جولای په میاشت کې د غورځنګ د مخکښه فعال ګیله من وزیر د جنازې په مراسمو کې اعلان وکړ چې د پښتنو د وضعیت په اړه "پښتون قامي عدالت" په نامه جرګه غواړي.

پښتین د دې جرګې په اړه د اکتوبر ۱۱مه نېټه ټاکلې او ویلي یې دي چې دا به "تاریخي جرګه" وي. هغه په دې لړ کې د عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري غورځنګ، جمعیت علمای اسلام (ف) ګوندونو له مخکښانو سره کتلي دي. منظور پښتین څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د دې "قومي جرګې" د جوړولو لپاره بنسټیز کارونه بشپړ شوي دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG