د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییل وايي په لبنان کې دننه یې بریدونه کړي‌ دي


اسراییل د اګست پر ۱۷مه هم په لبنان کې دننه بریدونه کړي وو. (انځور: ارشیف)
اسراییل د اګست پر ۱۷مه هم په لبنان کې دننه بریدونه کړي وو. (انځور: ارشیف)

د اسراييل پوځ وايي‌ چې د اګست پر ۲۵مه یې په لبنان کې بریدونه کړي او د شيعه وسله والې ډلې، حزب الله مرکزونه یې په نښه کړي دي.

اسوسیټېډ پريس خبري اژانس خبر ورکړی دی چې د اسراييلو پوځ په يوه خبرپاڼه کې دا کار خپله دفاع بللې او تور یې پورې کړی چې حزب الله پر اسراييلي سیمو د ميزايلو ويشتلو تیاري کوي.

د لبنان رسنيوو ويلي چې بریدونه د دغه هېواد په جنوبي برخو کې شوي خو تر اوسه پکې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.

اسراییل تر دې وړاندې د اګست پر ۱۷مه هم د لبنان په جنو ب کې په النبطيه نومې ښار کې د اوسېدو پر يوه ودانۍ بريد کې لږ تر لږه ۹ کسان وژلي او پينځه نوریې ټپي کړي وو.

اسرايلي پوځ ویلي وو چې په بريد کې يې د وسلو هغه ګودام په نښه کړی چې د حزب الله د وسله والو په استعمال کې وو.

XS
SM
MD
LG