د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما: د طالبانو نوی قانون د افغان ښځو او نجونو حقونه نور محدودوي


د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ـ پخوانی انځور.
د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ـ پخوانی انځور.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په هغه هېواد کې د طالبانو حکومت لخوا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د یوه قانون په عملي کولو اندېښنه څرګنده کړې ده.


یوناما د اګست پر۲۵مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې روانه اونۍ د طالبانو چارواکو د "امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون" منظور کړ، چې ۳۵ مادې لري او د پلي کولو له سختو میکانیزمونو سره پر افغان وګړو د پام وړ محدودیتونه لګوي.


په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په حواله لیکل شوي چې دا د افغان ښځو او نجونو پر حقونو د نه زغملو وړ محدودیتونه لا پراخوي او ان دا چې له کوره بهر د ښځو غږ په ښکاره ډول اخلاقي سرغړونه ګڼل کېږي.


له دې وړاندې کینیډا او جاپان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر هغه قانون خواشیني ښودلې چې په وینا یې، د ښځو د غږ بندولو لپاره جوړ شوی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت په رسمي جریده کې خپور شوي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په اړه راغلي چې د ښځو پر غږ بندیز دی او حتی باید د قرآن کریم تلاوت هم په لوړ آواز و نه کړي. پر چارواکو غږ شوی چې دا قانون په سختۍ سره عملي کړي.


طالبانو په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مې د حکومت تر نیولو وروسته، ګڼ سختدریځي حکمونه عملي کړي دي چې ډېری یې پر ښځو محدودیتونه دي. په هغوی کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بندول، حجاب جبري کول او په دفترونو کې یې کار محدودول شامل دي.

XS
SM
MD
LG