د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لاهور عدالت د غلطو معلوماتو خپرولو په تور نيول شوی کس خوشی کړ


فرحان اصف عدالت ته د وړاندې کېدو پر مهال.
فرحان اصف عدالت ته د وړاندې کېدو پر مهال.

د پنجاب په لاهور کې يو عدالت د پاکستان د پلټنو فيدرالي ادارې (اېف ای اې) په غوښتنه د غلطو معلوماتو خپرولو په تور نيول شوی کس خوشی کړی دی.

پوليسو د اګست پر ۲۰مه نېټه فرحان اصف د ناسمو معلوماتو خپرولو په اساس (د انټرنيټي يا سايبري ترهګرۍ) په تور نيولی وو. پر هغه تور وو چې د چېنل ۳ په نوم ووبپاڼي سره يې تړاو لاره.

دغې ووبپاڼي تېره میاشت د برتانيه ساوت پورټ کې تر حملې څو ساعته وروسته په یو خبر کې د بریدګر نوم غلط ښوولی وو او ویلي یې ول چې هغه تېر کال له سمندري لارې برېتانیا ته ورغلی وو او هلته یې پناه اخیستې وه. خپور شوی خبر پر ټولنیزو شبکو ډېر لاس په لاس شو.

په ساوت پورټ کې په برید کې درې ماشومانې وژل شوې وې چې تر هغې وروسته په انګلستان او شمالي ایرلینډ کې د تاوتریخوالي پېښې وشوې. اېف ای اې تر څو ورځو پلټنو وروسته فرحان اصف د اګست پر ۲۶مه د لاهور يو عدالت ته وړاندې کړ او د خوشي کولو غوښتنه یې ورڅخه وکړه.

ادارې وويل چې له تورن کس څخه يې هېڅ هم ترلاسه نکړل. عدالت د پلټنو فیدرالي ادارې غوښتنه ومنله او د فرحان اصف د خوشي کولو امر يې ورکړ.

XS
SM
MD
LG