د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسراييلو په تازه حملو کې ۱۰ فلسطينیان وژل شوي


اسراييلو ځواکونه په لوېديځه غاړه کې د عملیاتو پر مهال امبولانس تلاشي کوي.
اسراييلو ځواکونه په لوېديځه غاړه کې د عملیاتو پر مهال امبولانس تلاشي کوي.

د لوېدیځې غاړې په شمال کې پر څو ښارونو د اسراییلو په بریدونو کې لږترلږه ۱۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د سرې میاشتې ویاند احمد جبریل د اګست پر ۲۸مه وویل چې دوه فلسطینیان په جنېن ښار، څلور په یوه نېږدې کلي او څلور نور طوباس ښار ته څېرمه د کډوالو په یوه کمپ کې وژل شوي دي.هغه زیاته کړه چې ۱۵ کسان زخمیان شوي هم دي.

د اسرايیلو پوځ د اګست پر ۲۸مه وويل چې د لوېدیځې غاړې په شمال کې د جنین او تلکریم په ښارونو کې يې د "ترهګرۍ ضد عملیات" کړي دي.

د اسرايیلو د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کاټز په اېکس پاڼه (پخواني ټويټر) وویل چې پوځ "د تیرې شپې راهیسې" په دوه ښارونو کې د کډوالو په کېمپونو کې"عملیات کړي دي.

په غزه کې د جګړې سره سره په لوېدیځه غاړه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا ترهکرې کرځول شوې حماس وسلوالې ډلې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

XS
SM
MD
LG