د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې په ځانمرګي برید کې ۶ کسان وژل شوی، ۱۳ ژوبل دي


د طالبانو د حکومت یوه امنیتي سرتېری په کابل کې په یو ګاډي کې ګزمه کوي - پخوانی انځور.
د طالبانو د حکومت یوه امنیتي سرتېری په کابل کې په یو ګاډي کې ګزمه کوي - پخوانی انځور.

د طالبانو د حکومت چارواکي وایي د کابل په شپږمه حوزه کې د سېپټېمبر پر دویمه ځانمرګي برید د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان وژلي او ۱۳ نور یې ژوبل کړي دي.

د کابل لپاره د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدران د چاودنې وروسته پر اېکس لیکلي دي چې بریدګر د قلعه بختیار په سیمه کې ځان الوزولی دی. هغه ویلي چې په چاودنه کې ژوبل کسان یې روغتون ته لېږدولي او د پېښې په اړه پلټنې کوي. ځدران ویلي دې چې وژل شوي کسان ملکیان دي.

د پېښې عیني شاهدانو مشال راډيو ته ويلي چې دا بريد د لویې څارنوالۍ دروازې ته څېرمه د مامورینو د رخصتېدو پر مهال وشو.

د پېښې عیني شاهدان او د کابل استقلال روغتون ځینو روغتیایي کارکوونکو زياته کړه چې یوازې هغه روغتون ته ۱۵ مړي او ژوبل کسان وروړل شوي دي.

همدارنګه د کابل اېمرجنسي روغتون ته څېرمه سیمې اوسېدونکو هم ویلي چې له یاد روغتون سره د امبولانسونو ګڼه ګوڼه زیاته وه.

د بريد مسوليت لا چا نه دی منلی.

تر دې وړاندې، د اګست پر ۱۱مه د کابل په دشت برچي کې چاودنې یو تن وژلی او بل یې ژوبل کړی وو. د هغه برید ذمه واري د اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) خراسان څانګې منلې وه.

په کابل کې دا بريد پر داسې مهال شوی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېټۍ د جولای پر ۲۲مه په خپل تازه رپورټ کې وویل چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د القاعدې او اسلامي دولت (داعش) په څېر د وسلوالو ډلو په "خوندي ځای" اوښتی دی.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه رپورټ رد کړ او و یې ویل چې هغه د ناسمو معلوماتو پر اساس جوړ شوی دی.

نوموړي طلوع نیوز ټېلېوېژن ته وویل چې داعش ډله یې "ځپلې" او نورې ډلې لکه "القاعده" او تحریک طالبان پاکستان یا "ټي‌ ټي‌ پي" چې د امنیت شورا کمېټۍ یې یادونه کړې، په افغانستان کې حضور نه لري.

تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو او د امریکا په ګډون یوشمېر هېوادونو او سازمانونو د طالبانو حکومت له القاعدې ډلې سره د "ټینګو اړیکو" په لرلو تورن کړی، خو هغوی دا تور ردوي.

XS
SM
MD
LG