د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب په میاوالۍ کې د وسلوالو په برید کې ۲ پولیس ژوبل شوي دي


د پولیسو ویاند زیاته کړې چې پولیسو د برید مخه نیولې او وسلوال یې پرشا تمبولي دي. (انځور: ارشیف)
د پولیسو ویاند زیاته کړې چې پولیسو د برید مخه نیولې او وسلوال یې پرشا تمبولي دي. (انځور: ارشیف)

د پنجاب په میاوالۍ ضلع کې وسلوالو د پولیسو د تلاشۍ پر یو پوسته بريد کړی چې دوه سرتېري پکې ژوبل شوي دي.

د پنجاب پولیسو وياند د سېپټېمبر پر دویمه رسنيو ته په لېږدول شوي بیان کې ویلي دي چې د لومړي او دویم سېپټمبر تر مېنځ شپې مهال د تحريک طالبان پاکستان له ۱۲ څخه تر ۱۴ پورې وسلوالو د میاوالۍ پر قبول خېل پوسته د راکټ لانچرو او لاسي بمونو بريد کړی وو.

د پولیسو ویاند زیاته کړې چې پولیسو د برید مخه نیولې او وسلوال یې پرشا تمبولي دي.

بل خوا په ياد بيان کې د پنجاب پوليسو مشر ډاکټر عثمان انور له خولې ويل شوي دي چې "دا په تېرو څو مياشتو کې پر پنجاب پوليسو نهم ترهګريز بريد دی چې پوليسو ناکامه کړی دی."

تر اوسه لا چا د دې بريد مسوليت نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG