د لاسرسي ځای

تازه خبر

سردار اختر مېنګل د پاکستان له قامي اسمبلۍ استعفا ورکړې


سردار اختر جان مېنګل د ۲۰۲۴ز کال په انتخاباتو کې د بلوچستان له خضدار سیمې څخه د قامي اسمبلۍ پر ۲۵۶مه حلقه بریالی شوی وو. 
سردار اختر جان مېنګل د ۲۰۲۴ز کال په انتخاباتو کې د بلوچستان له خضدار سیمې څخه د قامي اسمبلۍ پر ۲۵۶مه حلقه بریالی شوی وو. 

د بلوچستان نېشنل ګوند مشر او د پاکستان قامي اسمبلۍ منتخب غړي سردار اختر جان مېنګل د سېپټېمبر پر درېيمه د قامي اسمبلۍ له څوکۍ څخه استعفا ورکړه.

اختر مېنګل ویلي چې له قامي اسمبلۍ څخه یې ځکه استعفا ورکړې ده چې حکومت او پارلمان د بلوچستان په مسلو کې "هېڅ دلچسپي" نه لري.

نوموړي د خپلې استعفا اعلان په پارلمان کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وکړ. ده وویل، "ما نن پرېکړه کړې وه چې په اسمبلۍ کې د بلوچستان پر ستونزو خبرې وکړم، خو د بلوچستان په ستونزو کې ( د چا) هېڅ دلچسپي نه شته."

نوموړي د سېپټېمبر پر درېيمه پر خپله اېکس پاڼه هم ليکلي چې د پلار او پخواني سياستوال سردار عطاالله مېنګل د درېيم تلين پر مهال يې د پارلمان له غړيتوبه د استعفا پرېکړه وکړه.

هغه زياتوي، "دا څرګنده شوې ده چې زموږ احتجاجونه یا د بيان ازادي تل له مخالفتونو سره مخامخېږي. زموږ خلک یا غلي کول کېږي، يا د غدارانو په نوم یادېږي او یا تر دې بدتر وژل کېږي."

د هغه په وينا، "په داسې شرایطو کې، زه په دې صلاحيت نور کار کول ناممکن ګڼم، ځکه چې دلته زما شتون د هغو خلکو لپاره هېڅ ګټه نه درلوده چې زه یې استازیتوب کوم."

سردار اختر مېنګل زياتره وخت د بلوچستان او د هغې صوبې د ولس پر ستونزو په پارلمان کې دننه او بهرپه ډاګه غږېدلی دی. نوموړي د هغې صوبې د "محرومۍ" او هلته د بشري حقونو د "سرغړونو"، په ځانګړې توګه د خلکو "په زوره د بې درکه کولو" په اړه خپلې څرګندونې کړې دي.

نوموړي د خپلې استعفا ورکولو پر ورځ خبري غونډې ته د وينا پر مهال د بلوچستان پر حالاتو ژوره اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د پارلمان غړي په خپله وايي چې بلوچستان د دوی له لاسونو ښويېږي.

ده وویل، "زه وايم چې بلوچستان ښويېږي نه بلکې پخوا لا تللی دی. په بلوچستان کې ګڼو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. ټول باید پر دې مسله سره راټول شوي وای."

اختر مېنګل وويل چې په دې اړه بايد يوه غونډه رابلل شوې واى. هغه په بلوچستان کې د ازادو خبرو اترو پر نه شتوالي هم نیوکه وکړه.

نوموړي په دې اړه زیاته کړه، "کله چې هم دا ستونزه راپورته شې، په دې اړه خبرې نه کېږي. که تاسو زما له خبرو سره موافق نه یاست، په صبر سره يې واورئ. که تاسو بیا هم زما خبرې غلطې ومومئ، زه هر ډول سزا منم، حتا که تاسو غواړئ چې له پارلمانه بهر ما ووژنئ، راځئ ومې وژنئ."

د بلوڅ ملتپال بلوچستان نېشنل ګوند مشر پر مخ وویل چې "هېڅوک" نه لري‌ او هېڅوک یې غږ نه اوري.

نوموړي خپل استعفا ليک د قامي اسمبلۍ په مرکزي دفتر کې جمع کړ، خو تر اوسه لا دا نه ده څرګنده د چې د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د سردار اخترمېنګل استعفا منلې ده او که نه.

سردار اختر مېنګل د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې د تر سره شویو عامو انتخاباتو په لړ کې د بلوچستان له خضدار سیمې څخه د قامي اسمبلۍ پر ۲۵۶مه حلقه بریالی شوی وو.

نوموړي په هغو انتخاباتو کې د "پراخو درغليو" تورونه پورې کړي ول او ګڼ احتجاجونه يې کړي ول، خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن د نوموړي تورونه رد کړي ول او زياته کړې يې وه چې هغه انتخابات په شفاف ډول شوي ول.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG