د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو کې د اوربند لپاره لاریونونه دوام لري


په بیت المقدس کې د سېپټېمبر پر دویمه اسراییلي پولیس احتجاجیانو د مخنیوي هڅه کوي.
په بیت المقدس کې د سېپټېمبر پر دویمه اسراییلي پولیس احتجاجیانو د مخنیوي هڅه کوي.

د اسراييلو په تل ابيب ښار کې د غزې په تړانګه کې د اوربند لپاره په پرله پسې درېيمه شپه لوی لاريونونه شوي دي.

د سېپټېمبر پر درېیمه سلګونه کسان سړکونو ته ورووتل او له حکومته يې د اوربند تړون ته د رسېدو غوښتنه کوله. احتجاجیان وایي چې له اوربند سره به د پاتې يرغمل شويو کسانو خپلو کورونو ته تګ ته لاره هواره شي.

لاریونونه تر هغه وروسته پیل شول چې اسراییلي پوځ وویل چې شپږ یرغمل شوي کسان په غزه کې د هغوی د برمته کوونکو له خوا په داسې حال کې وژل شوي چې پوځیان د هغوی ځای ته نېږدې شوي ول.

ډېری اسراییلیان وزيراعظم بنیامین نتنیاهو د یرغمل شویو کسانو د وژنو زياتېدو لپاره تورنوي او د پاتې یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره د اوربند د موفقې غوښتنه کوي.

په عین حال کې امريکا وايي چې دوی له خپلو مصري او قطري سیالانو سره د یرغمل شويو کسانو او د اوربند د تړون پر نوي وړاندیز کار کوي. بل خوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلان لري چې د سېپټېمبر پر څلورمه پر جګړې د بحث لپاره غونډه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG