د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو په غزه کې د ګوزڼ په واکسيني کیمپېن کې د پرمختګ هرکلی کړی دی


د ملګرو ملتونو یو روغتیايي کارکوونکی په غزه کې یو ماشوم ته د ګوزڼ مخنیوي څاڅکي ورکوي - د سېپټېمبر څلورمې انځور.
د ملګرو ملتونو یو روغتیايي کارکوونکی په غزه کې یو ماشوم ته د ګوزڼ مخنیوي څاڅکي ورکوي - د سېپټېمبر څلورمې انځور.

ملګرو ملتونو په غزه کې د ګوزڼ وایرس ضد په کیمپېن کې د پرمختګ هرکلی کړی خو ورسره يې د بشري ستونزې د ختمولو لپاره هلته د تلپاتي اوربند غوښتنه کړې ده.

په فلسطین کې د مرستندویه چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې (یو اېن ار ډبليو اې) د سېېټېمبر پر څلورمه وویل چې په غزه کې تر پینځو کلونو پورې د عمر لرونکو ماشومانو د واکسینولو په لړ کې ښه پرمختګ روان دی خو باید د خلکو د مشکلاتو ختمولو لپاره له ۱۱ میاشتو راهیسې د روانې جګړې په اړه تلپاتې اوربند وشي.

ادارې ویلي چې دغزې په مرکزي سیمو کې یې شاوخوا ۱۸۷،۰۰۰ماشومانو ته د ګوزڼ د مخنیوي واکسين ورکړي دي او زیاتوي چې په دویم پړاو کې به د غزې په نورو سیمو کې هم د پولیو وایرس ضد کیمپېن وکړي.

دا کیمپېن تر هغې وروسته پیل شو چې تېره میاشت په ۲۵ کلونو کې په لومړي ځل په غزه کې په یوه ماشوم کې د پولیو وایرس تایید شو.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، او اسراییل سلا شوي دي چې د دې کیمپېن لپاره په ځانګړو سیمو کې هره ورځ اته ساعته په جګړه کې وقفه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG