د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جرمني کې د اسراییلو له قونسلګرۍ سره نېږدې نښته کې یو تن وژل شوی دی


په مونشن کې د یو تن تر وژنې وروسته پولیس د اسراییل قونسلګرۍ سره په نېږدې سړک ولاړ دي. د سېپتېمبر پینځمې انځور.
په مونشن کې د یو تن تر وژنې وروسته پولیس د اسراییل قونسلګرۍ سره په نېږدې سړک ولاړ دي. د سېپتېمبر پینځمې انځور.

د جرمني پولیسو په میونېښ (مونشن) کې د اسراییلو له قونسلګرۍ سره نېږدې په نښته کې یو ۱۸ کلن اتریشی سړی وژلی دی.

پولیسو د سېپټېمبر پینځمې تر پېښې وروسته وویل چې هغه سړي، چې یوه چړه (چاړه) هم ورسره وه، له زاړه ټوپکه ډزې وکړې او وروسته له پینځو پولیسو سره د ډزو په تبادله کې ووژل شو.

دا پېښه په ۱۹۷۲ز کال کې د میونېښ پر اولمپېک سیالیو د فلسطینیو وسلوالو په برید کې د وژل شویو ۱۱ اسراییلیو ورزشکارانو د تلین پر مهال شوې ده.

د باوېریا ایالت وزیراعظم مارکوس زویډر ویلي دي چې ښايي د تلین او ډزو د پېښې ترمینځ تړاو وي، خو زیاته یې کړه چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې هغه ځوان وار له مخه د هغه هېواد چارواکو ته د یو مشکوک اسلامپالي په توګه ورپېژندل شوی وو او تېر کال پولیسو راپور ترلاسه کړی وو چې هغه د یوې سختدریځې ډلې غړیتوب لري.

د یادونۍ ده چې په ۱۹۷۲ز کال کې د جرمني په مونشن کې د هغه وخت د اولمپیک لوبو پر مهال، د "بلیک سېپټېمبر" په نوم یوې فلسطیني وسلوالې ډلې د اسراییلي اولمپیکي لوبغاړو پر استوګنځای برید وکړ او لومړی یې دوه اسراییلي لوبغاړي ووژل او پاتې نهه لوبغاړي یې یرغمل کړل.

وسلوالو غوښتنه کوله چې اسراییل او لوېدیځ جرمني دې د هغوی ۲۳ فلسطیني او عرب بندیان، چې په اسراییل کې نیول شوي ول، خوشې کړي. د یرغملانو د ژغورلو لپاره د جرمني ځواکونو عملیات ناکام شول، چې په پایله کې ټول یرغملان، یو المانی پولیس او پینځه فلسطیني وسلوال ووژل شول.

د هغه برید په یاد کې هر کال د سېپټېمبر په پینځمه په میونېښ ښار کې تلین نمانځل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG