د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور های کورټ د نادرا د پوځي مشر د ليرې کولو امر کړی


د نادرا په دفتر کې شناختي کارډونه چاپېږي ـ پخوانی انځور.
د نادرا په دفتر کې شناختي کارډونه چاپېږي ـ پخوانی انځور.

لاهور های کورټ د پاکستان د پوځي افسر لیفټیننټ جنرال محمد منیر افسر د شناختي کارډ جوړولو قامي ادارې (نادرا) له مشرۍ څخه د ليرې کولو امر کړی دی.


عدالت د سېپټېمبر پر شپږمه د نادرا د پوځي مشر د ګومارنې پر ضد د لاهور د یوې اوسېدونکي اشبا کامران پر درخواست د اورېدنې پر مهال دا امر وکړ.

مېرمن کامران ويلي وو چې د انوارالحق کاکړ په مشرۍ د پاکستان نګران لنډمهالې (نګران) حکومت د نادرا په قانون کې بدلون کړی وو او د پوځ برحاله افسر یې د هغې ادارې مشر جوړ کړی وو چې دا اقدام "ناقانونه" دی.

په درخواست کې راغلي ول چې د نادرا ترمیمي قوانین دې منسوخ کړل شي او د نادرا ادارې د مشر په توګه دې د برحاله پوځي افسر ګومارنه وځنډول شي.


یاده دې وي چې د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې نګران وفاقي حکومت لیفټیننټ جنرال محمد منیر د نادرا مشر ټاکلی وو.

نادرا د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه اداره ده چې د هېواد د وګړو لپاره کمپیوټري شناختي کارډونه جوړوي او د دوی معلومات راجسټر کوي. نادرا د پاسپورټونو لپاره د اړینو معلوماتو د ثبتولو تر څنګ د وګړو ډېټابېس جوړوي او ساتي، او انتخاباتي کمېشن ته د رایې ورکونکو د نوملړ په برابرولو کې مرسته کوي.

دا اداره د ملي امنیت لپاره د معلوماتو خوندي ساتلو پالیسۍ هم جوړوي او د خلکو د شخصي معلوماتو ساتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG