د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوڅ زده کوونکو سازمان: حکومت سلګونه استادان او زده کوونکي په تور لېسټ کې اچولي


پر اسلام اباد هوايي ډګر له هېواده د بهر تلونکو خلکو د تالار یوې څنډې پخوانی انځور.
پر اسلام اباد هوايي ډګر له هېواده د بهر تلونکو خلکو د تالار یوې څنډې پخوانی انځور.

په بلوچستان کې د بلوڅ زده کوونکو سازمان ادعا کړې چې صوبايي حکومت سلګونه سرکاري او غير سرکاري استادان او د زده کوونکو مشران په تور لېسټ کې اچولي دي.

د بلوچ سټوډنټس ارګنایزیشن (بي اېس او) مشر قادر بلوڅ د سېپټېمبر پر اوومه په کوټه کې خبري غونډې ته وويل چې حکومت په فورت شيډول (څلورم جدول) کې د اچولو کسانو لېسټ نه دی څرګند کړی، خو ورسره ګڼو هغو خلکو رابطه کړې چې په دې نوملړ کې یې نومونه راغلي او بهر ته له سفره منع شوي دي.

هغه پر حکومت غږ وکړ چې د سیاسي خلکو اواز او فعالیت بندولو کوښښ دي نه کوي او له تور لېسټه دې د استادانو او زده کوونکو نومونه ليرې کړي. "په لوچستان کې د منتخب حکومت په نامه څه نه شته. غیراعلانیه مارشل لا لګېدلې ده. د استادانو او زده کوونکو نومونه په تور لېسټ کې له اچولو سره حکومت کوښښ کوي چې د خلکو د بیان ازادۍ، سیاسي ازادۍ او سفر حقونه وتروړي. د حقونو د تروړولو دا دود باید ودرېږي."

تر اوسه پورې حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي خو د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي د اګست پر ۲۸مه په يوه خبري غونډه کې ويلي ول چې "د مخ پر زیاتېدونکې ناامنۍ درولو لپاره" به پر مشکوکو کسانو د نظر ساتلو تر څنګ هر اقدام کوي.

فورت شيډول د پاکستان ايين هغه برخه ده چې له مخې یې حکومت د امنيت ساتلو لپاره قوانين جوړوي. د ترهګرۍ ضد هغو قوانينو له مخې، تر بندیز لاندې کسان له ملکه بهر سفر نه شي کولی، بانکي اکاونټونه یې کنګلېږي او پر تجارت یې بندیز وي.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ملي ادارې (نیکټا) پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د ۲۰۲۴ز کال تر جولای پورې یې ۴۷۱۸ پاکستانيان یې د ترهګرۍ د ملاتړ په تور د بندیزونو په تور لېسټ کې اچولي دي.

XS
SM
MD
LG