د لاسرسي ځای

تازه خبر

رېچرډ پېنېټ د افغانستان په اړه خپل راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کوي


بېنېټ په خپل رپورټ کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت خورا حساس او ترینګلی بللی دی. پخوانی انځور
بېنېټ په خپل رپورټ کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت خورا حساس او ترینګلی بللی دی. پخوانی انځور

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی رېچرډ بېنېټ نن (سېپټېمبر نهمه) خپل راپور د دې سازمان د بشري حقونو شورا ته وړاندې کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۷ ناسته سېپټمبر نهمه په جينيوا کې پيلېږي او د اکتوبر تر ۱۱مې نېټې پورې به دوام وکړي.

بېنېټ په خپل رپورټ کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت خورا حساس او ترینګلی بللی دی او ويلي يې دي چې د افغانستان کمزوري اقتصاد افغانان لا ډېر بېوزله کړي دي.

په رپورټ کې، چې يوه برخه يې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر ووبپاڼه خپره شوې، د افغانستان واکمن طالبان د ښځو او نجونو په وړاندې په لا زیاتو محدودوونکو اقداماتو تورن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په وروستیو کې د امر باالمعروف قانون منظور او عملي کړ چې پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو د لا زياتو محدوديتونو له کبله ورباندې سختې نيوکې وشوې.

د همدې قانون پر سر د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له ملګرو ملتونو سره د خپلې همکارۍ پرېکون اعلان کړ. خو ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم او کار بندیزونه او محدوديتونو لګولې دي.

د طالبانو حکومت وايي چې د نجونو د زدکړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو څه کم درې کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.

XS
SM
MD
LG