د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشرۍ انتخابات: هیرېس او ټرمپ په لومړۍ مناظره کې تودې خبرې کړې دي


د امریکا ولسمشرۍ انتخابات: هیرېس او ټرمپ په لومړۍ مناظره کې تودې خبرې کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:32 0:00

د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ډېموکراټ ګوند نوماندې کاملا هیرېس او د هغې رېپبلېکن سیال ډانلډ ټرمپ د سېپټېمبر پر ۱۰مه په فېلاډېلفیا ایالت کې لومړۍ مناظره وکړه چې پکې یې د اوکراین جګړې او له افغانستانه د سرتېرو ایستلو پر سر تودې خبرې وکړې. دا مناظره اې بي سي ټېلېوېژن ژوندۍ خپره کړه چې پکې ټرمپ دوه ځلې له دې خبرې ډډه وکړه چې په جګړه کې د روسیې پر وړاندې د اوکراین بریا د امریکا په ګټه ده. هیرېس وویل چې د ناټو متحدان خوشاله دي چې ټرمپ ولسمشر نه دی. نور د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو په جوړ رپورټ کې

XS
SM
MD
LG