د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د مذهب په سپکاوي تورن کس، د پولیس سرتېري لخوا وژل شوی


په کوټه کې يو پولیس سرتېری په پېره ولاړ دی - انځور له ارشیفه
په کوټه کې يو پولیس سرتېری په پېره ولاړ دی - انځور له ارشیفه

د بلوچستان په سرښار کوټه کې يو پولیس سرتېري هغه کس په تاڼه کې وژلی چې د مذهب په سپکاوي تورن وو.

په کوټه کې یو پولیس چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې دا پېښه د سیپتمبر پر ۱۲مه، هغه مهال وشوه چې په تاڼه کې یو پولیس واله د مذهب په سپکاوي تورن تن ډزې وکړې. له ډزو وروسته پولیس والا نیول شوی دی.

پولیس چارواکي زیاته کړې چې په ټولنیزو رسنیو په خپرو شوو مبینه ویډیوګانو کې لیدل شوي چې يوه ډله خلک وژل شوی تن د مذهب په سپکاوي تورنوي او هغه ته د زیان رسولو هڅه کوي. تر اوسه د دغه تورن د کورنۍ لخوا څه دريځ مخې ته نه دی راغلی.

د ويډيوګانو خپرېدو وروسته د کوټي په جبل نور سیمه کې د جمعیت علما اسلام پلویانو احتجاج وکړ او د تورن تن د نیولو غوښتنه یې کوله. وروسته دغه تن ونیول شو چې وروسته بیا د امنیت په خاطر د کوټې په کینټ تاڼه کې بندي کړل شو. خو هلته پرې يو پولیس سرتېري ډزې وکړي او وي واژه.

دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې يو تن په د مذهب د سپکاوي په تور وژل کېږي. وروستئ بله پېښه، د جون د شلمې وه چې د خیبر پښتونخوا د سوات په مدين کې پارېدلو کسانو له سيالکوټه ورغلی یو سيلانی د مذهبي مقدساتو سپکاوي په تور وواژه.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG