د بلوچستان مرکز کوټې ته نژدې په پښتون مېشته سیمه کچلاغ کې چاودنې دوه پولیس سرتېري وژلي او یو بل یې ژوبل کړی دی.
د کچلاک تاڼې پولیسو چارواکو مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر پر ۱۴مه د پولیسو له ګاډي سره نږدې د سړک غاړې بم چاودنه کې، د یو افسر په ګډون، دوه پولیسان وژل شوي دي.
دوی وايي، دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې پولیسو په سیمه کې د معمول ګزمه کوله.
له دې یوه ورځ مخکې هم د بلوچستان صوبې په بلوڅ مېشته سیمه قلات کې د امنیتي سرتېرو د سړک غاړې ته ښخ کړل شوی بم چاودلی وو چې له کبله یې اته سرتېري ژوبل شوي ول.
تر اوسه د دې پېښو زمه واري چا نه ده منلې.
بل پلو د بلوچستان په مستونګ کې د لېویز سرتيرو او مظاهره چیانو ترمنځ په نښته کې د دوو لېويز سرتيرو په ګډون درې کسان وژل شوي او څلور ژوبل دي.
د بلوچستان د لېویزو مشر نصیب الله خان د سېپټمبر پر ۱۴ مشال راډیو ته وويل چې پرون ماښام د مستونک په درینکړ سیمه کې ځينو کسانو له لېويز څخه د يو تن خوشې کولو لپاره د احتجاج په توګه د کوټې او نوشکي ترمنځ لوي سړک بند کړی وو.
د ده په خبره چې کله لېويز سرتيرو د دې لويې لارې خلاصولو هڅه کوله نو د دواړو خواو ترمنځ نښته رامنځته شوه.
د مستونګ مرستيال کمشنر سمیع اغا مشال راډيو ته ويلي دي چې په نښته کې دوه لېويز سرتيري او يو مظاهره کوونکی وژل شوي او د اېس ایچ او ایاز محمد په ګډون ۴ کسان ژوبل شوي دي.
نوموړی وايي تر دې وروسته سرحدي عسکر د پېښې ځای ته ورسېدل او ياد سړک يې د ټرېفک پر وړاندې خلاص کړ.لا هم معلومه نه ده چې د کوم تن خلاصولو لپاره مظاهره کېدله هغه څوک دی او ولې لېويزو نيولی دی.
په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه په دې وروستیو کلونو کې زیات شوي دي. په بلوچستان کې زیاتره هغه بریدونه د بلوڅو ازادي غوښتونکو وسلوالې ډلې کوي.
په دې بریدونو کې د سړک غاړې بم چاودنې، پر امنیتي پوستو او ګاډو حملې او د هدفي وژنو پېښې شاملې دي. په دې حملو کې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه وژل شوي او ژوبل شوي دي.
په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې مطالعاتو مرکز په خپل وروستي رپورټ کې ویلي دي چې د ۲۰۲۴ز کال په اګست کې په ټول هېواد کې ۵۹ ترهګر بریدونه شوي چې ورڅخه یې ۲۹ په خیبر پښتونخوا، ۲۸ په بلوچستان او دوه په پنجاب کې شوي دي. په هغو بریدونو کې ګڼو ولسي او امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اوښې ده.
په خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو د بریدونو ضد په لکي مروت، بنو او باجوړ کې پولیس سرتېرو احتجاجونه کړي دي. دا راز په سیمه کې د ناامنۍ زیاتو شویو پېښو ضد ولسي خلکو هم وخت په وخت جرګې، لاریونونه، مظاهرې او احتجاجونه کړي دي.
حکومت او پوځ وایي په سیمه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.