د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې په ټرافیکي پېښه کې ۵ کسان وژل شوي دي


په شیراني ضلع کې له سړکه کاډی تېریږي ـ پخوانی انځور.
په شیراني ضلع کې له سړکه کاډی تېریږي ـ پخوانی انځور.

د بلوچستان د شېراني ضلعې په دانه سر سیمه کې د مساپرو بس چپه شوی دی چې پکې لږ تر لږه پینځه کسان وژل شوي او شا و خوا ۲۰ ژوبل دي.

د ژوب سېول روغتون مشر ډاکټر اختر محمد مشال راډیو ته وویل چې پېښه د سېپټېمبر پر ۱۴مه شوې ده. د ده په خبره، ځینې مړي او ژوبل کسان روغتون ته وروړل شوي دي.

بس له اسلام اباد څخه کوټې ته د ډېره اسماعیل خان په لویه لاره روان وو چې کندې ته ولوېد.

د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د حادثې وجوهات معلوموي او ټول ژوبل کسان د لیویز او پولیسو په ګاډو کې ژوب روغتون ته وړل شوي دي.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زیاتره د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي، د ډرېورانو بې احتیاطۍ، او د ګاډو پر ټاکلي وخت د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي، چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG