د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ۱۲ ولایتونو کې د شړکنده باران امکان دی


په کندهار کې تر باران وروسته پر سړک اوبه جمع شوې دي - پخوانی انځور.
په کندهار کې تر باران وروسته پر سړک اوبه جمع شوې دي - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ریاست په ۱۲ ولایتونو کې له تندرونو او برېښنا سره د شړکنده باران اټکل کړی دی.

ریاست د سېپټېمبر پر ۱۴مه په بیان کې ویلي دي چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، ننګرهار، پکتیا او خوست کې له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي میټره پورې باران کېدای شي.

د هوا پېژندنې ریاست خبرداری ورکړی دی چې په ځینو سیمو کې د ورښتونو له وجې د سېلاب امکان دی.

ریاست وايي چې د سالنګونو په ګډون په ځینو لویدیزو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د سیلۍ یا توپان امکان دی او زیاتوي چې د باد سرعت له ۵۰ څخه تر ۷۰ کېلومیټره في ساعت پورې کېدای شي.

په وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ورښتونو، سېلابونو او نورو طبیعي ناورینونو له کبله سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اګست په پیل کې ویلي ول چې په افغانستان کې وروستیو بارانونو او سېلابونو تر ۸۳،۰۰۰ زیات کسان اغېزمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG