د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ: الېکشن کمېشن دې د ځانګړو څوکیو په اړه فیصله عملي کړي


په اسلام اباد کې د سپریم کورټ ودانۍ ـ پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې د سپریم کورټ ودانۍ ـ پخوانی انځور.

د پاکستان سپریم کورټ د ځانګړو څوکيو په مقدمه کې د ټاکنو کمېشن او د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د درخواستونو په اړه سپیناوی ورکړی دی.

سپریم کورټ د سېپټېمبر پر ۱۴مه وویل چې د جولای ۱۲مې د پرېکړې له مخې، یو نوماند د ګوند د سرټېفکېټ تر جمع کولو وروسته ازاد نه بلکې د پي ټي ای غړی دی او که چېرې الېکشن کمېشن پر دې عمل نه کوي نو پایلې به وویني.

په وضاحتي بیان کې دا هم ویل شوي دي چې انتخاباتي کمېشن دې سمدستي په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ تحریک انصاف ته ورکړي.

انتخاباتي کمېشن لا د سپریم کورټ د وضاحتي بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تحریک انصاف یې هرکلی کړی دی.

د پاکستان سپریم کورټ د جولای پر ۱۲مه کمېشن ته امر کړی وو چې په قامي او صوبايي اسمبلیو کې دې پي ټي ای ته د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ ورکړي.

عدالت په هغه پرېکړه کې ویلي ول چې تحریک انصاف دې په ۱۵ ورځو کې دننه د ځانګړو څوکيو لپاره د خپلو نوماندانو نوملړ له انتخاباتي کمېشن سره جمع کړي.

پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلیو د ځانګړو څوکیو پر سر لانجه تر هغې وروسته پیدا شوه چې انتخاباتي کمېشن د روان ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ تر عامو انتخاباتو څو اونۍ وروسته په مارچ کې د ښځو او لږکیو څوکۍ د تحریک انصاف ملاتړ لرونکي سني اتحاد کونسل پر ځای نورو ګوندونو ته ورکړې.

د تحریک انصاف سیاستوالانو په انتخاباتو کې د خپلواکو نوماندانو په توګه برخه اخیستې وه او د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره یې بریالي شوي غړي په سني اتحاد شورا ورګډ شول خو انتخاباتي کمېشن په خپل فرمان کې ویلي ول چې سني اتحاد کونسل ورسره د ځانګړو څوکیو لپاره د نوماندانو نوملړ نه وو شریک کړی.

سني اتحاد کونسل د دې پرضد په پېښور های کورټ کې درخواست دایر کړ خو عدالت د کمېشن پرېکړه پر ځای وساتله.

تر دې وروسته سني اتحاد کونسل په سپریم کورټ کې غوښتنلیک دایر کړ. د پاکستان سترې محکمې په مې کې د پېښور های کورټ او د انتخاباتي کمېشن پرېکړې وځنډولې.

کمېشن د عدالت د امر پر اساس د قامي او صوبايي اسمبلیو پر ځانګړو څوکیو د منتخبو ۷۷ استازو غړیتوب وځنډاوه، خو د ټاکنو کمېشن تراوسه پورې د سپریم کورټ هغه پرېکړه نه ده عملي کړې.

د پاکستان قامي اسمبلي ټولې ۳۳۶ څوکۍ لري چې ورڅخه یې پر ۲۶۶ باندې استازي د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او ۶۰ څوکۍ ښځو او ۱۰ لږکیو ته ورکول کېږي. داراز، په صوبايي اسمبلیو کې هم د ښځو او لږکیو لپاره یوشمېر څوکۍ ځانګړې وې او هر ګوند چې د مستقیمو انتخاباتو له لارې زیاتې څوکۍ وګټي، په هغه تناسب ځانګړې څوکۍ ترلاسه کولای شي.

XS
SM
MD
LG