د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان د ښاروالۍ وزیر سردار سرفراز ډومکي مړ شوی دی


سردار سرفراز ډومکي‌ درې ځله د بلوچستان اسمبلۍ غړی اوسېدلی وو.
سردار سرفراز ډومکي‌ درې ځله د بلوچستان اسمبلۍ غړی اوسېدلی وو.

د بلوچستان د ښاروالۍ صوبايي وزیر سردار سرفراز ډومکي تر اوږده ناروغۍ وروسته د کراچۍ په یو روغتون کې سا ورکړې ده.

د سردار سرفراز ډومکي ورور هیربیار ډومکي په کوته کې رسنیو ته ویلي چې سردار سرفراز ډومکي له اوږدې مودې د ځیګر په ناروغۍ اخته وو او د سېپټمبر پر ۱۵مه یې د کراچۍ په یو روغتون کې سا ورکړې ده.

سردار سرفراز ډومکي د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ پر اتمه په ترسره شویو عامو انتخاباتو کې د سبۍ له لهړي سیمې د بلوچستان اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو.

نوموړی د پاکستان پیپلز ګوند غړی او د بلوچستان په اوسني حکومت کې د ښاروالۍ وزیر وو.

سردار سرفراز ډومکي تر دې وړاندې په ۲۰۱۳م کال کې د مسلم لیګ نون او په ۲۰۱۸م کال کې بیا د بلوچستان عوامي پارټۍ پر ټکټ د صوبایي اسمبلۍ غړی پاته شوی وو.

نوموړی په ۲۰۱۸م کې د څه مودې لپاره د بلوچستان د کلتور او سېلګرۍ وزیر هم پاته شوی وو.

سردار سرفراز ډومکي‌ درې ځله د بلوچستان اسمبلۍ غړی اوسېدلی وو
سردار سرفراز ډومکي‌ درې ځله د بلوچستان اسمبلۍ غړی اوسېدلی وو

د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي او د کابینې نورو غړو سرفراز ډومکي د ښه سیاستوال او ځايي قبایلي مشر بللی چې د دوی په وینا، تل یې په سیمه کې مثبت سیاسي او قبایلي رول لوبولی دی.

سردار سرفراز ډومکي په ۱۹۶۹م کال کې د اګست پر ۱۲مه د بلوچستان د سبۍ ضلعې په لهړي تحصیل کې زیږېدلی وو. د نوموړي‌ پلار سردار چاکر خان ډومکي هم د سیمې یو نومیالی قبایلي او سیاسي مشر اوسېدلی وو.

سردار سرفراز ډومکي سیاست ته تر تګ وړاندې له ۱۹۸۸م څخه تر ۲۰۱۰م کاله د بلوچستان په یو شمېر ضلعو کې د مرستیال کمشنر په توګه هم پاته شوی وو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG