د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او جنوبي افريقا ترمنځ د کرکټ د يو ورځنيو لوبو لړۍ سبا پيلېږي


د افغانستان کرکټ ملي لوبډله: انځور له ارشیفه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله: انځور له ارشیفه

د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ د کرکټ د یو ورځنیو لوبو لړۍ د سېپېټېمبر په ۱۸مه د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پېلېږي.

په دې لوبلړۍ کې کوربه افغانستان دی او ټاکل شوې ده چې دا درې یو ورځنۍ لوبې د سېپټېمبر پر ۱۸مه، ۲۰مه او ۲۲مه ترسره شي.

ټولې لوبې به د کابل پر وخت د مازیګر پر څلورنیمې او د پېښور پر پنځو بجو پیلېږي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان او جنوبي افریقا په خپل منځ کې د یو ورځنیو یا ۵۰ اوریزو لوبو لرۍ ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG