د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان لومړۍ ۵۰ اووره سیالۍ کې جنوبي افریقا ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه


افغان لوبغاړي د جنوبي افریقايي بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د سېپټېمبر ۱۸مې انځور.
افغان لوبغاړي د جنوبي افریقايي بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د سېپټېمبر ۱۸مې انځور.

افغانستان د سېپټېمبر پر ۱۸مه د درې یو ورځنیو لوبو په لومړۍ سیالۍ کې د جنوبي افریقا لوبډلې لخوا ټاکل شوی د ۱۰۷ منډو هدف د څلورو لوبغاړو په تاوان په ۲۶م اور کې پوره کړ.

د افغانستان له غاړې ګلبدین نایب ۳۴ او عظمت الله عمرزي ۲۵ منډې جوړې کړې او دواړه اوټ نه شول.

تر دې وړاندې د جنوبي افریقا لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. خو د جنوبي افریقا لوبغاړو چې د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې بیټېنګ پیل کړ نو په درېیم اوور کې یې یو لوبغاړی او ورپسې په پینځم اوور کې یې دویم بیټر هم وسوځېد. د ۱۰م اوور تر پای پورې د جنوبي افریقا اووه لوبغاړي سوځېدلي ول او ۳۶ منډې یې کړې وې.

خو وروسته ویان مولډر او بییون فورتوین بيټېنګ ته دوام ورکړ او مجموعي منډې یې تر ۷۵ ورسولې. فورتوین په ۱۶ منډو وسوځېد.

مولډر په ۳۳م اوور کې په ۵۲ منډو وسوځېد. تر هغې وروسته د جنوبي افریقا ټول لوبغاړي په ۳۴م اوور کې په ۱۰۶ منډو وسوځېدل. دا لومړی ځل دی چې افغانستان په ۵۰ اووره سیالۍ کې د جنوبي افریقا ټوله لوبډله وسوځوله.

د افغانستان فضل حق فاروقي څلور، الله محمد غضنفر درې او راشد خان دوه وېکټې واخیستې.

ټاکل شوې چې د کوربه افغانستان او جنوبي افریقا ترمینځ دویمه سیالي د سېپټېمبر پر ۲۰مه او درېیمه پر ۲۲مه وشي. ټولې لوبې به د کابل پر وخت د مازیګر پر څلورنیمې او د پېښور پر پینځو بجو پیلېږي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان او جنوبي افریقا ترمینځ د یو ورځنیو یا ۵۰ اووره لوبو لړۍ ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG