د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډيکارلو: د طالبانو د امر بالمعروف قانون د دوحې پروسه د مينځه وړلو له خطر سره مخامخ کوي


د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمېري ډېکارلو په سويس کې يوې غوندې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمېري ډېکارلو په سويس کې يوې غوندې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډېکارلو وايي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف نوی قانون د دوحې پروسه د مينځه وړلو له خطر سره مخامخ کوي.

مېرمن ‌ډېکارلو، چې د روان ۲۰۲۴ز کال په دوبي (اوړي) کې يې د طالبانو او د ۲۵ هېوادونو د استازو په ګډون د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې مشري کوله، د سېپټېمبر پر ۲۳مه د افغان مېرمنو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې غونډې ته وویل چې ځینو هېوادونو د طالبانو تر هغه فرمان مخکې لېوالتیا لرله چې د دوحې موافقه به پرمخ بوځي، خو د دې په وینا اوس وضعیت ډېر "پېچلی" شوی دی.

نوموړې زياته کړه چې د دوحې په پروسه کې شامل یو شمېر هېوادونه لا هم غواړي چې دا بهیر دوام وکړي، خو دوی تمه لري چې طالبان د ښه نیت پر اساس همکاري وکړي او پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د دوحې په تړون کې، چې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمينځ لاسلیک شو، له افغانستانه د نړیوالو پوځي ځواکونو د وتلو په بدل کې د طالبانو یوه ژمنه دا وه چې د ښځو په برخه کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې به خوندي ساتي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د روان ۲۰۲۴ز کال د اګست پر ۲۱مه نافذ کړ.

دا قانون تر ډېره په ټولنه کې د ښځو د راڅرګندېدو پر څرنګوالي متمرکز دی او د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده یې د جدي تطبیق سپارښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د سېپټېمبر پر شپږمه په خپره کړې اعلاميه کې په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون بېرته واخلي.

د امنیت شورا په اعلامیه کې له ټولو هېوادونو او نړیوالو موسسو څخه غوښتنه شوې چې له خپل نفوذ څخه کار واخلي او د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د لېرې کولو لپاره هڅه وکړي.

XS
SM
MD
LG