د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په پښین کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی


یوه روغتیايي کارکوونکې په کراچۍ کې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - د جون درېیمې انځور.
یوه روغتیايي کارکوونکې په کراچۍ کې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - د جون درېیمې انځور.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی.

هغې ادارې د سېپټېمبر پر ۲۵مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د پښین د دوه نیم کلن ماشوم په وینه کې د پولیو وایرس تایید کړی دی چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ د پېښو شمېر ۲۲ ته رسېدلی دی.

اداره وايي چې روان کال د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۱۵ پېښې، په بلوچستان کې ثبت شوې دي. د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې له دې پرته د ګوزڼ څلور پېښې په سیند او په خیبر پښتونخوا، پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پولیو مخنیوي پروګرام د سېپټېمبر پر ۲۰مه په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سیند کې د پولیو درې نوې پېښې تایید کړې.

په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې هم تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

د پولیو وایرس نه ختمېدو لاملونه او د چارواکو هڅې

په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) په وروستیو میاشتو کې په خپلو بېلابېلو رپورټونو کې ویلي دي چې تر اوسه یې د پاکستان له ۳۹ ضلعو څخه د ناولو اوبو په ۱۵۳ نمونو کې د پولیو وایرس موندلی دی.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.

ماشومان د کوټې په یو پوهنتون کې هغې مجسمې ته ګوري چې پکې یو پولیو وهلی کس ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
ماشومان د کوټې په یو پوهنتون کې هغې مجسمې ته ګوري چې پکې یو پولیو وهلی کس ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.

له دې پرته په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شو.

چارواکي وايي چې داراز پر روغتیايي ډلو بریدونو او په ناامنه سیمو کې په سمه توګه د واکسیني کیمپېنونو نه کېدو له کبله هم پاکستان او افغانستان تر اوسه د وایرس او ناروغۍ په ختمولو نه دي توانېدلي.

د پولیو وایرس تاریخ

پوليو وايرس په لومړي ځل په ۱۸۹۴ز کال کې د امريکا په وېرمانټ ايالت کې څرګند شو چې هغه وخت يې ۱۸ کسان مړه او ۱۳۲ یې عمري معذوره کړل.

تر دې پېښې څه باندې۶۰ کاله وروسته په ۱۹۵۵ز کال کې ډاکټر جونس سېلک د ناروغۍ واکسين جوړ کړل او په ۱۹۶۰ز کال کې بيا امريکا د خولې لخوا د ورکول کېدونکي واکسين اجازه ورکړه چې ډاکټر البرټ سېبين جوړ کړي ول.

پر افغانستان او پاکستان سربېره نايجيريا درېيم هېواد وو چې څو کاله وړاندې لا پوليو وايرس پکې موجود وو، خو د ۲۰۲۰ز کال د اګست پر ۲۵مه د روغتیا نړیوال سازمان هغه هېواد له پوليو وايرسه په بشپړه توګه پاک اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG