د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران پر اسراییلو د لسګونو توغندیو برید کړی دی


د اسراییلو هوايي دفاع نظام د اکتوبر پر لومړۍ په فضا کې د ایران توغندي ولي.
د اسراییلو هوايي دفاع نظام د اکتوبر پر لومړۍ په فضا کې د ایران توغندي ولي.

د اسراییلو پوځ ویلي چې ایران یې پر هېواد د لسګونو بیلېسټېک توغندیو حمله کړې ده.

د پوځ ویاند دانیال هګاري د اکتوبر پر لومړۍ نېټه وویل چې د توغندیو په حمله کې یې د اسراییلیو وګړو د وژنې اطلاعات نه دي ترلاسه کړي.

نوموړي تر برید شاوخوا یو ساعت وروسته په خبرو کې اسراییلیانو ته اعلان وکړ چې وضعیت خوندي دی او هغوی کولای شي چې له امن خونو یا پناه ځایونو څخه بهر وځي.

هګاري هغه برید "جدي وباله" او زیاته یې کړه چې "پایلې" به ولري.

اسراییلي حکومت ویلي دي چې هوايي دفاع نظام یې د ایران توغندي په فضا کې شنډ کړي دي.

د ایران رسمي خبري اژانس اېرنا پر ټېلېګرام ولیکل چې پوځ یې پر اسراییلو لسګونه بیلېسټېک توغندي ویشتلي دي.

د ایران انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران انقلاب) وویل چې په برید کې یې په تل ابیب او شاوخوا سیمو کې درې پوځي اډې په نخښه کړې دي.

ځواک خبرداری ورکړی چې که اسراییلو د غچ اخیستو لپاره اقدام وکړ نو تهران به یې "لا ویجاړوونکی" ځواب ورکړي.

اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو هغه برید "لویه تېروتنه" بللې او ویلي یې دي چې تهران به یې "قیمت ادا کوي."

نوموړي زیاته کړه: "څوک چې پر موږ برید کوي، موږ ورباندې برید کوو."

هلته امریکايي ولسمشر جو بایډن وویل چې د ایران د بیلېسټېک توغندیو حملې ته د اسراییلو د ځواب په اړه جدي بحث روان دی.

رویټرز اژانس ویلي دي چې بایډن په سپینه ماڼۍ کې په څرګندونو کې له اسراییلو سره د امریکا پر کلک ملاتړ ټینګار وکړ او و یې ویل چې په دې اړه یې له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه چې داسې ښکاري چې د ایران برید "بې اغېزه" وو.

راپورونو وايي چې اسراییلو پر ایران برید کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:35 0:00

د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګه د سپینې ماڼۍ په حواله وايي چې کله ایران حمله پیل کړه نو بایډن امریکايي پوځ ته امر وکړ چې د توغندیو په شنډولو کې له اسراییلو سره مرسته وکړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا مشر جېک سولېوان ویلي دي چې ایران پر اسراییلو شاوخوا ۱۸۰ توغندي توغولي دي.

هغه دا د ایران له لوري په کړکېچ کې د پام وړ زیاتوالی وباله.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د ایران حمله ستایلې ده.

د اسراییلو تر اشغال لاندې د لویدیځې غاړې اریحا ښاروال ویلي دي چې یو فلسطینی په هوا کې د شنډ کړي توغندي د چرو پرېوتو په پېښه کې وژل شوی دی.

اخوا د اسراییلو پولیسو ویلي دي چې په تل ابیب ښار کې، چې د ایران ډېری توغندي ورباندې ویشتل شوي ول، د ډزو او چړو په برید کې شپږ تنه وژل شوي او نهه نور ژوبل دي.

ایران پر لبنان د اسراییلو د وروستیو حملو او د حزب الله د مشر حسن نصرالله په ګډون د هغې ډلې د یوشمېر لوړپوړو مشرانو تر وژل کېدو وروسته ګواښ کړی وو چې له اسراییلو به غچ واخلي.

حزب الله یو ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا حزب الله ترهګره ډله بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پر پوځي څانګې څانګې بندیز لګولی دی.

ایران تر دې مخکې په اپرېل کې هم پر اسراييلو په پراخه کچه د څه باندې ۳۰۰ بې پيلوټه الوتکو او توغنديو بې ساري بريدونه وکړل.

هغه توغندي د اپرېل پر ۱۴مه سهار دوه بجې د اسراييلو هوايي حريم ته داخل شول خو د هغه هېواد هوايي دفاعي نظام يې مخه ونيوله.

اسراییلیو چارواکو يوې پوځي اډې ته د لږ زیان رسېدو او د يوې اووه کلنې ماشومې د شدید زخمي کېدو راپور ورکړی وو.

اسراییلو ویلي ول چې د ایران حمله یې ناکامه کړې ده خو ایران وايي چې بریدونه یې بریالي ول.

XS
SM
MD
LG