د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو فارمېټ: د یوشمېر هېوادونو استازي د افغانستان پر وضعیت غږېږي


مسکو فارمېټ غونډې له ۲۰۱۷ز کال راهیسې کېږي چې پکې له افغانستان سره پر تړلیو موضوعاتو خبرې کېږي ـ پخوانی انځور.
مسکو فارمېټ غونډې له ۲۰۱۷ز کال راهیسې کېږي چې پکې له افغانستان سره پر تړلیو موضوعاتو خبرې کېږي ـ پخوانی انځور.

ټاکل شوې چې د یوشمېر هېوادونو استازي په روسیه کې د افغانستان په اړه د "مسکو فارمېټ" په نوم غونډه کې د هغه هېواد پر وضعیت وغږېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نن (د اکتوبر پر څلورمه) د مسکو په ناسته کې د کوربه روسیې او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي تر څنګ د پاکستان، هند، چین، ازبکستان، قازقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان استازي ګډون کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفا روانه اوونۍ وویل چې په غونډه کې په افغانستان کې پر ملي روغې جوړې، له طالبانو سره د سیمه ییز تعامل پر زیاتېدو، اقتصادي چارو او د ترهګرۍ او نشه يي موادو پر وړاندې پر هڅو بحث کېږي.

د طالبانو حکومت لا د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی خو د مسکو فارمېټ د غونډې یوشمېر ګډونوال هېوادونه ورسره اړیکي پالي.

د مسکو فارمېټ په نوم غونډې له ۲۰۱۷ز کال راهیسې کېږي چې پکې له افغانستان سره پر تړلیو موضوعاتو بحث کېږي.

تر دې مخکې په وروستي ځل هغه غونډه د ۲۰۲۳ز کال د سېپټېمبر په پای کې د روسیې د تاتارستان په کازان ښار کې شوې وه چې پکې ګډونوالو په افغانستان کې د یو ټولګډونه حکومت جوړېدو او له نړیوالې ترهګرۍ سره د کلکې مبارزې غوښتنې کړې وې.

په هغه ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي تر څنګ د کوربه روسیې، پاکستان، چین، هند، ایران، تاجکستان، ازبکستان، قازقستان، ترکمنستان او قرغیزستان استازو ګډون کړی وو.

له دې پرته متحده عربي اماراتو، سعودي عرب، قطر او ترکیې هم د څارونکو په توګه د کازان غونډې ته خپل استازي استولي ول.

طالبانو په بیا بیا ویلي چې حکومت یې ټولشموله دی او زیاتوي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکوي او هېچا ته د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې کارېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG