د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا په روانو حالاتو سربېره به پي ټي اېم جرګه وکړای شي او که نه؟


ایا په روانو حالاتو سربېره به پي ټي اېم جرګه وکړای شي او که نه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:59 0:00

د خيبر پښتونخوا پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د اکتوبر ۱۱مې جرګې د مخنيوي لپاره د رېګي للمه ميدان په خپله ولکه کې اخیستی دی. غورځنګ وايي چې د اکتوبر پر نهمه د پولیسو او د اېف سي ځواک سرتېرو په ډزو کې یې درې پلویان وژل شوي دي. د خیبر انتظامیې او پولیسو لا د پي ټي اېم دعوې په اړه څه نه دي ویلي. د ژغورنې ادارې رېسکیو ۱۱۲۲ یو چارواکی وايي چې په پېښه کې پینځه تنه ژوبل شوي ول. پي ټي اېم وايي چې امنیتي ځواکونو د اکتوبر پر نهمه شپې درې بجې د جرګې پر انتظامي کیمپ چاپه ووهله. له هغه وخت راهیسې په سیمه کې وضعیت ترینګلی دی. وفاقي حکومت وار له مخه پر غورځنګ بندیز لګولی دی او تر ۲۰۰ زیات غړي یې نیولي دي. پوښتنه دا ده چې ایا په داسې حالاتو کې به غورځنګ د اکتوبر ۱۱مې لویه جرګه وکړای شي او که نه؟ ځواب یې "د مشال تر رڼا لاندې" بحث کې درکوو.

XS
SM
MD
LG