د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ: پر ښځو د بندیزونو پر سر دې اسلامي هېوادونه له طالبانو حساب وغواړي


د نوبل جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ ـ پخوانی انځور.
د نوبل جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ ـ پخوانی انځور.

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په افغانستان کې د ښځو په اړه د طالبانو د حکومت پالیسي غندلې او له مسلمانو هېوادونو یې غوښتي چې په دې برخه کې له طالبانو حساب وغواړي.

یوسفزۍ د اکتوبر پر ۱۰مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي "افغان طالبانو د خپلو ټوپکونو خولې د افغان نجونو او ښځو خوا ته اړولي، له زدکړو، کار او ازاد ژوند څخه یې بې برخې کړې دي."

ملالې یوسفزۍ همدارنګه ویلي دا ظلمونه دومره سخت او دوامداره دي چې د ښځو د حقونو مدافعین یې د "جنسیتي اپارتاید" په نوم یادوي، یعنې له ښځو سره د جنس پر اساس توپیري چلند کېږي، چې هغوی له خپلو حقونو څخه بې برخې کوي.

هغې له هېوادونو او حکومتونو وغوښتل چې له خپل قدرت او نړیوالو قوانینو څخه په کار اخیستلو طالبان ځواب ویلو ته اړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې واک ته تر رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او زدکړو محدودیتونه لګولي دي. دوی ښځې له ثانوي او لوړو زدکړو څخه منع کړي، او پوهنتونونه او منځني ښوونځي د نجونو پرمخ تړل شوي دي.

طالبانو ښځې له ډېرو دولتي او غیر دولتي کارونو څخه راګرځولي دي، او په ډېرو ادارو کې ښځو د کار حق له لاسه ورکړی. سربېره پر دې، طالبانو ښځې له عامه ځایونو لکه پارکونو، حمامونو او ورزشي مرکزونو څخه منع کړې دي. دا راز ښځې نشي کولی له نارینه محرم پرته سفر وکړي.

د طالبانو حکومت د ملالې یوسفزۍ د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې بیا بیا ویلي چې د ښځو تعلیم او کار د دوی داخلي موضوع ده او په اړه يې د شریعت په چوکاټ کې پالیسي جوړوي.

XS
SM
MD
LG