د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران ۱۱ کسانو ته د اعدام سزا ورکړه


ارشيف
ارشيف

د بشري حقونو ډلې په ایران کې په یوه ورځ کې د لږ تر لږه د یوولسو کسانو د اعدامېدو خبر ورکوي.

د مشال راډیو د فردا څانګې د راپور له‌ مخې، د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، لس سړي او یوه ښځه د اکتوبر په ۱۱مه د کرج په قزل حصار کې په دار وځړول شول.

د راپور له‌ مخې په اعدام شویو کې د افغانستان دوه وګړي هم شامل دي.

ویل شوي چې، دغه کسان د عمدي قتل او مخدرو موادو په ګډون د ځینو مواردو په خاطر په اعدام محکوم شوي ول.

د ایران اعتماد ورځپاڼې تر دې مخکې د دغو افغانانو په اړه ویلي و، چې دوی د تهران په لوېدیځ کې پر یوې ښځې د ډله‌‌ ییز جنسي تیري په جرم په اعدام محکوم شوي وو.

XS
SM
MD
LG