د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیو زیلینډ په لومړي ځل د ښځو د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام وګاټه


نیو زیلینډۍ لوبغاړې د اکتوبر پر ۲۰مه د ۲۰ اووره نړیوال جام تر ګټلو وروسته خوشالي کوي.
نیو زیلینډۍ لوبغاړې د اکتوبر پر ۲۰مه د ۲۰ اووره نړیوال جام تر ګټلو وروسته خوشالي کوي.

د نیو زیلینډ ملي لوبډلې جنوبي افریقا ته په ۳۲ منډو په ماتې ورکولو په لومړي ځل د ښځو ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام ګټلی دی.

د اکتوبر پر ۲۰مه د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې نیو زیلینډ لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۸ منډې وکړې.

د نیو زیلینډ امېلیا کیر ۴۳، بروک هېلېډې ۳۸ او سوزي بېټس ۳۲ منډې وکړې. د جنوبي افریقا نانکولولېلکو اېملابا دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې د جنوبي افریقا لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۸ منډې وکړای شوې او سیالي یې وبایلله. د جنوبي افریقا لاورا وولفارډت ۳۳ منډې وکړې. د نیو زیلینډ کیر او روزمیري مایر درې، درې لوبغاړې وسوځولې.

د ښځو ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام له ۲۰۰۹ز کال راهیسې کېږي. دا د ښځو د کرکټ لپاره د یو له مهمو نړیوالو سیالیو څخه ګڼل کېږي. دا جام د سړیو د ۲۰ اووره جام په څېر هر دوه یا درې کاله وروسته کېږي او د نړۍ غوره لوبډلې پکې برخه اخلي.

د کرکټ د ۲۰ اووره جام سیالۍ د اکتوبر له درېیمې راهیسې روانې وې چې پکې د پاکستان او هند په ګډون ۱۰ ملي لوبډلې برخه واخیسته.

XS
SM
MD
LG