د لاسرسي ځای

د دوکۍ سکرو کان کې زهرجنو ګیسو چاودنې ۲ مزدوران وژلي


مزدوران په بلوچستان کې د سکرو له کانه بهر وځي - پخوانی انځور.
مزدوران په بلوچستان کې د سکرو له کانه بهر وځي - پخوانی انځور.

د بلوچستان په دوکۍ سیمه کې د سکرو په یوه کان کې د زهرجنو ګیسو د خپرېدو له وجې لږ تر لږه دوه کان کېندونکي مړه شوي او یو بل ژوبل شوی دی.

چارواکي وايي، دا پېښه د اکتوبر پر ۳۱مه په دومړ سکرو کان کې هغه مهال وشوه چې کله درې واړه کان کیندونکي له پېښې څخه لږه شیبه وړاندې کان ته ورښکته شول.

د دوکۍ سیمې د پولیسو مشر اېس اېچ او همایون ناصر ځايي خبریالانو ته ویلي، مزدورانو د کان مرمت کاوه چې زهرجن ګیسو له وجې چاودنه وشوه.

د بلوچستان په دوکۍ سیمه کې د اکتوبر د ۱۰مې او ۱۱مې په منځنۍ شپه وسله والو په یو برید کې ۲۲ کان کیندونکی وژلي او ۶ نور ژوبل کړي وو. په کوټه کې د سکرو په کانونو کې د کارکوونکیو مزدورانو د تخفظ ادارې یو چارواکي عبدالغني شاهواني د اکتوبر پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل له هغې پېښې وروسته د نږدې ۲۰ ورځو وقفې وروسته مزدوران د مرمت لپاره کان ته ښکټه شوي ول چا دا پېښه رامنځ ته شوه.

د نوموړي په وینا، مړه شوي دواړه مزدوران د افغانستان سره تړاو لري. نوموړی وايي، د سکرو کان تړل شوی او د مالک پر ضد یې مقدمه درج شوې ده.

په پاکستان کې د سکرو په کانونو کې د مرګژوبلې زیاتره پېښې په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او د سیند په ځینو برخو کې کېږي چې لامل یې د مزدورانو لپاره د حفاظتي او نورو اسانتیاوو نه شتون او د قانون نه عملي کېدل ښوول کېږي.

د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په کلني راپور کې ویلي ول چې په پاکستان کې د سکرو کانونو مزدوران په "ډېر خطرناک چاپېریال" کې کار کوي او د کارګرانو د خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG