د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د تېلو بيې لوړې کړې دي


د پاکستان په راولپينډۍ ښار کې د تېلو د پمپ يو کارکوونکی ګاډي ته تېل اچوي ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان په راولپينډۍ ښار کې د تېلو د پمپ يو کارکوونکی ګاډي ته تېل اچوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې څخه تر راتلونکو دوو اونیو پورې د ډیزلو او پېټرولو بیې لوړې کړې دي.

د مالیې وزارت د اکتوبر پر ۳۱مه پر اېکس پاڼه (پخوانی ټوېټر) په اعلامیه کې ویلي چې په نړیوال بازار کې د تېلو بیو ته په کتو د یو لیټر ډیزلو نرخ شاوخوا څلور روپۍ زیاتوي چې ورسره یې نوې بیه ۲۵۵ روپۍ ته رسېدلې ده.

وزارت دا راز ویلي چې د یو لیټر ډیزلو بیه څه باندې یوه روپۍ لوړوي چې ورسره یې نرخ څه باندې ۲۴۸ روپۍ ته لوړ شوی دی.

د پاکستان حکومت د اکتوبر په نیمايي کې هم د ډیزلو بیه پینځه روپۍ لوړه کړې وه خو د پېټرولو هغه یې پر ځای ساتلې وه.

د مالیې وزارت په بیان کې زیاته کړې چې د یو لیټر خاورو تېلو نرخ شاوخوا یوه نیمه روپۍ کموي چې ورسره یې بیه ۱۶۱ روپۍ ۵۴ پیسو ته ښکته شوې ده.

پاکستان په ۲۰۱۹ز کال کې د لوی اقتصادي او مالي بحران له ښکار کېدو راهیسې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور یو لړ موافقې کړې دي او د هغې مالي ادارې د شرطونو پوره کولو لپاره یې پر انرژۍ د حکومتي رعایتونو ختمولو ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې د تېلو، ګیس او برېښنا بیې لوړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG