ګوهر مسید په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي چارو راپورونه جوړوي.
حکومت په وار وار ویلي چې په هغه پېښه کې یو شمېر لاس لرونکو ته یې سزاګانې ورکړې دي. په دې اړه تفصیل په دې ویډیويي رپورټ کې وګو
د کمېشن مشرانو د نومبر پر اوومه په اسلام اباد پرېس کلب کې "د کورمې شخړه او د رياست کردار" تر عنوان لاندې يوې خبري غونډې ته وويل چې په کورمه کې د اوږدې " قبيلوي او فرقه يیزې شخړې" له امله سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د اکتوبر پر اوومه سپیشل مجسټرېټ سردار محمد اصف او اسېسټنټ کمېشنر عبدالله د پښتونخوا هاوس مرکزي دروازه د یو کاغذ په لګولو بنده کړه چې پرې لیکل شوي ول چې "پښتونخوا هاوس د ودانیو د قواعدو خلاف ورزي په بنیاد تړل شوی."
محسن نقوي د اکتوبر پر درېیمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د ملایشیا د وزیراعظم په ګډون د نورو هېوادونو پلاوي د پاکستان په سفر دي نو ځکه دې تحریک انصاف احتجاج نه کوي. نوموړي زیاته کړه چې حکومت د وضعیت کنټرولولو لپاره د پوځ او رېنجرز ځواک سرتېري هم اسلام اباد ته وربللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې علي وزیر تر شپږ ورځني ریمانډ وروسته د اګست پر نهمه عدالت ته وړاندې کړل شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا په خپره شوې یوه ویډیو کې علي وزیر په پښتو ژبه وايي، د هر ډول حالاتو مقابله یې وار له مخې هم کړې ده او بیا به یې هم کوي.
د ګيله من وزیر خپل نوم حضرت نعيم وو. هغه د شمالي وزیرستان د رزمک اوسېدونکی وو. نوموړی د بشري حقونو لپاره د فعالیت او له پښتنو سره د مینې او ملتپالنې شاعرۍ لپاره ډېر مشهور وو.
په اسلام اباد کې په چارشنبه بازار کې اور لګیدلی چې پکې د پښتنو دوکاندارانو ډېرې دوکانونه سوزیدلي دي. په مخکې وختونو کې هم په هغې بازار کې څو ځل اور لګیدلی چې سوداګرو ته یې زیانونه اړولي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او شاعر ګيله من وزير لا هم د اسلام اباد په پمز روغتون کې درملنه روانه ده او روغتيا وضعيت کې ښه والي نه دې راغلی۔
د ګيله من وزیر له ورور سره مرکه
د ګيله من وزیر د روغتيايي حالت او د پولیسو د رویې په اړه له علي وزیر سره مرکه
منظور پشتين مرکه
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ ګيله من وزیر لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. پر هغه حمله چا کړې او له هغه سره څه پېښ شوي؟ دا په دې ويډيو کې وګورئ چې د مشال راډيو همکار، ګوهر مسید نن سهار له اسلام اباده رالېږلې ده.
د غورځنګ مخکښه مشرانو او غړو د جولای پر اوومه مظاهرو ته په ویناګانو کې د عزم استحکام په نوم د عملیاتو مخالفت وکړ او و یې ویل چې د عملیاتو له وجې ولسي خلک مشکلات او زیانونه ګالي.
د خیبر پښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر سیف د جون پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې دا پرېکړه یې د جنوبي ضلعو د خلکو ستونزو ته په کتو کړې ده.
د استازو جرګې د جون پر ۲۵مه نېټه په "پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ" تر سرلیک لاندې په منظور کړي پرېکړه ليک کې پر ولسمشر جو بایډن غږ کړی وو چې له پاکستان سره دې د ولسواکۍ، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په پر ځای کولو کې ګډه همکاري وکړي.
د پنجاب د بهاولپور په اسلامیه پوهنتون کې د قبایلي ضلعو زده کوونکي وايي چې انتظامیه ورته په سکالرشېپ یا وظیفې ځانګړې څوکۍ نه ورکوي. دوی مشال راډیو ته وویل چې د پوهنتون انتظامیه حکومتي امر نه عملي کوي. خو په پوهنتون کې د قبایلي ضلعو او بلوچستان د زده کوونکو چارو مسوول دا دعوې ردوي.
د جرګې يوه غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ عالمزیب مسيد له نورو قبايلي مشرانو سره يو ځای د جون پر پينځمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وويل چې د دې ښار پرېس کلب ته یې د درو ورځو فیس ورکړی وو، خو بیا هم غونډې کولو ته پرې نه ښوول شول.
په اسلام اباد کې د بیان ازادۍ لپاره د خبریالانو احتجاج
فرهاد علي شاه، چې یو مشهور شاعر او لیکوال دی، د مې پر ۱۵مه شپې مهال په اسلام اباد له خپل کوره وتښتول شو، خو تر اوسه د هغه د لادرکه کولو مسوليت چا نه دی منلی، البته د بشري حقونو يوشمېر فعالان او د نوموړي د کورنۍ ځينې غړي د هغه د لادرکۍ تور د پاکستان پر استخباراتي ادارو پورې کوي.
نور وښیئ