د بلوچستان په مستونګ کې یو ګاډی اوښتی چې پکې درې کسان وژل شوي او ۲۸ نور زخميان شوي دي.
د مستونګ ډيپټي کمېشنر باز خان مري د نومبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې پېښه نن سهار (د نومبر پر ۱۲مه) شوې ده او ژوبل کسان د کوټې شيخ زاهد روغتون لېږدول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې ډرایور هڅه کوله چې په مخ کې ورغلی يو موټرسايکل بچ کړي، چې ګاډۍ يې له سړکه واوښته.
په بلوچستان کې وخت په وخت ټرافیکي پېښې کېږي چې پکې هر کال ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوړي. د اکتوبر پر درېیمه په کوټه کې د واده په جنج د تللیو کسانو د یو بس اوښتو په پېښه کې د دوو ښځو په ګډون پینځه تنه ووژل شو او ۲۹ ژوبل شول. تر دې مخکې د سېپټېمبر پر ۱۴مه د شېراني ضلعې په دانه سر سیمه کې د مساپرو بس اوښتو په پېښه کې پینځه تنه وژل شوي او ۲۰ ژوبل شوي ول.
په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي، د ډرېورانو بې احتیاطۍ، او د ګاډو پر ټاکلي وخت د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي، چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.