د بشري حقونو کمېشن په خيبر پښتونخوا کې په ۲۰۲۴ز کال کې پر ښځو د تشدد ۱۳۰ شکايتونه ترلاسه کړي
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې په خيبر پښتونخوا کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن کې د شکايتونو څانګې مشره اسما خان مېلمنه کړې ده. اسما په پېښور های کورټ کې وکالت هم کوي او د ښځو د حقونو لپاره کار کوی. دا په داسې حال کې ده چې د نومبر له ۲۵مې په ټوله نړۍ کې د ښځو پرضد د تشدد د مخنيوي لپاره ۱۶ ورځنی کېمپين لمانځل کېږي. اسما خان وايي، دا لومړی وار دی چې د قبايلي ضلعو ښځې شکايتونه ثبتوي. د هغې په خبره په روان ۲۰۲۴ز کال کې کمېشن له ۴۰۰ زيات شکايتونه ترلاسه کړي دي او په دې کې پر ښځو د تشدد د پېښو شمېر ۱۳۰ وو.