د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې له وسلوالو سره نښته کې د پوځ یو افسر وژل شوی، ۲ سرتېري ژوبل دي


په خیبر کې پاکستاني سرتېري پهره کوي ـ پخوانی انځور.
په خیبر کې پاکستاني سرتېري پهره کوي ـ پخوانی انځور.

په خیبر کې د ملېشه ځواک چارواکي وايي، له وسلوالو سره یې په نښته کې د پوځ یو کیپټن یو افسر وژل شوی او دوه سرتېري ټپي دي.

په لواړګې یا لنډي کوتل کې د هغه ځواک یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې سرتېرو د نومبر پر ۳۰مه شپې مهال په سلطانخېلو کې د وسلوالو پرضد عملیات کول چې ورسره یې نښته وشوه.

د ده په وینا، په نښته کې یې لږ تر لږه درې مشکوک وسلوال وژلي دي چې د هغه په خبره، د ناامنیو په یوشمېر پېښو کې ککړ ول.

کومې وسلوالې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د سیمې یوشمېر اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې هلته تر شپې ناوخته د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ ډزې روانې وې او امنیتي سرتېرو کور په کور د لټون عملیات هم وکړل.

سلطانخېل هغه سیمه ده چې پکې وسلوالو د ۲۰۲۴ز کال د جون پر ۱۸مه ځايي خبریال خلیل جبران اپرېدی وژلی وو.

د نوموړي د وژنې ذمه واري چا نه وه منلې خو د هغه کورنۍ او د لواړګي د خبریالانو مرکز چارواکو ویلي ول چې وسلوالو ورته له اوږدې مودې راهیسې ګواښونه کول.

XS
SM
MD
LG