د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د طالبانو حکومت د نجونو پر طبي زده کړو هم بنديز لګولی


په کندوز کې نجونو د نرسنګ له زده‌ کړو تر فراغت وروسته د مسلک لوړه کوي ـ پخوانی انځور.
په کندوز کې نجونو د نرسنګ له زده‌ کړو تر فراغت وروسته د مسلک لوړه کوي ـ پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو مشر امر کړی چې سر له نن (د دسېمېبر درېیمې) څخه دې په افغانستان کې د نجونو ټولې طبي تعلیمي ادارې بندې کړل شي.

د طالبانو د مشر ملا هبت‌ الله اخوندزاده دا امر د ډېسېمبر پر دویمه د دې ډلې د عامې روغتیا وزارت اعلان کړ.

په هغه غونډه کې چې دا پرېکړه پکې اعلان شوه، یوه حاضر ډاکتر، چې خپل نوم یې نه غوښتل ښکاره کړي، د ډېسېمبرپر دويمه مشال راډیو ته وویل چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین بخت‌الرحمن شرافت د طبي پوهنتونونو ټول مشران وزارت ته وربللي ول او د خپل مشر نوی مکتوب یې ورته اعلان کړ.

دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي چې څو ورځې وړاندې طالبانو په اروزګان، کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د نړیوالو مؤسسو په ملاتړ زرګونه کلیوال ټولګي بند کړل، چې له امله یې زرګونه ماشومان له لومړنیو زده‌ کړو بې‌ برخې شول.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده‌ کړو او کار بندیزونه لګېدلي، چې دې کړنو پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په وینا، د نجونو پر زده‌ کړو بندیز له امله شاوخوا درې مېلیونه نجونې له زده‌ کړو څخه بې‌ برخې شوې دي.

XS
SM
MD
LG