په بلوچستان کې بېلابېلو ملتپالو او مذهبي سیاسي ګوندونو د امنیتي وضعیت په اړه ناخوښي څرګنده ښوولې ده.
د ډېسېمبر پر دویمه په کوټه کې خبري غونډې ته وینا په مهال د ګوندونو مشرانو وویل چې د صوبې حکومت د امنیت ټینګولو او د خلکو د ځان او مال د ساتنې په چارو کې پاتې راغلی دی.
د بلوچستان د اسمبلۍ غړي او د جماعت اسلامي صوبايي امیر مولانا هدایت الرحمان وویل چې حکومت دې د امنیت د ټینګښت لپاره جدي اقدامات وکړي. هغه غوښتنه وکړه چې په صوبه کې دې د بې درکه کسانو د خوشي کولو لپاره ګامونه واخیستل شي، د ایران او افغانستان سره د سوداګرۍ لارې دې له خنډونو پاکې شي، او د کوکنارو په کرنه دې بندیز ولګول شي.
هغه زیاته کړه چې د ډېسېمبر پر ۱۵مه په دې موضوع لویه قبایلي جرګه وربلي چې پکې پر دې ټولو چارو به خبرې کږي.
په غونډه کې د جماعت اسلامي یو بل مشر زاهد اختر اعلان وکړ چې دوی به د نورو سیاسي ګوندونو په مرسته د صوبې د امنیتي ستونزو د هوارۍ لپاره احتجاجي تحریک پیلوي.
په غونډه کې شریک د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ صوبايي صدر نصرالله زیرې مشال راډیو ته وویل چې د اوسني حکومت له راتګ سره د پښتنو په سیمو کې ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. هغه د حکومت پر کمزوري کارونو نیوکه وکړه او د امنیت په اړه یې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.
خو د بلوچستان حکومت وايي چې دوی د امنیت د ټینګښت لپاره مختلفې لارې چارې لټوي. حکومتي ویاند شاهد رند له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د امنیت د ټینګښت لپاره د وسلوالو پر وړاندې پوځي عملیات په پام کې نیول شوي دي. هغه زیاته کړه چې د تښتول شوي ۱۰ کلن ماشوم مصور خان د موندلو په اړه پرمختګ شوی، خو په دې اړه نور تفصیل ور نه کړ.
مصور خان د نومبر پر ۱۵مه هغه وخت په کوټه کې د ملتاني محلې څخه نامعلومو کسانو وتښتاوه چې له کوره مدرسې ته روان وو. هغه د کوټې د یو صراف رازمحمد کاکړ زوی دی. د مصور خان د خلاصولو لپاره د نومبر پر ۱۹مه د کوټې په ښار کې کاروباریانو کاربندیز کړی وو.
تاجران او سیاسي ګوندونه غوښتنه کوي چې حکومت دې تښتول شوی ماشوم زر تر زره پیدا او خوشی کړي.
د تښتول شوي ماشوم خپلوانو، تجارانو او د سیاسي ګوندونو غړو د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی او له هغه پرلت سره په ملګرتيا کې د صوبې وکیلانو د نومبر پر ۱۸مه، د احتجاج په توګه له عدالتو بایکاټ کړی وو.