عمر حيات خان: شام کې ۵۰۰ ګير پاکستاني زیارت کوونکي لبنان ته پر لار دي
په شام (سوريې) کې د پاکستان مرستيال سفير وايي چې هلته سلګونه پاکستاني زيارت کوونکي بند پاتې دي چې دوی يې په خوندي توګه خپل هېواد ته د لېږدولو لپاره اقدامات کړي دي. عمر حيات خان د ډېسېمبر پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې شاوخوا ۵۰۰ پاکستانيان دا وخت د شام ګاونډي هېواد لبنان ته پر لاره دي او بيا به له هغه ځايه پاکستان ته لېږدول کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د سوریې وسلوال مخالفین د ډېسېمبر پر اتمه دمشق ته ورسېدل او تر ۱۴ کلنې کورنۍ جګړې وروسته یې د ولسمشر بشارالاسد حکومت نسکور کړ. بلخوا اسراییلو د بشارالاسد رژیم تر ړنګېدو وروسته هم پر شام بریدونو ته دوام ورکړی دی. د مشال راډيو خبريال مجيد بابر له عمر حيات خان سره مرکه کړې او په سر کې يې د شام د عمومي حالت په اړه پوښتنه ورڅخه کړې ده. بشپړه مرکه لاندې واورئ.