د لاسرسي ځای

تازه خبر

لويديز هېوادونه به د هيت تحرير الشام په اړه خپل دريځ بدل کړي؟


 د هیبت التحریرالشام مشري ابو محمد الجولاني کوي ـ د ډېسېمبر اتمې انځور.
د هیبت التحریرالشام مشري ابو محمد الجولاني کوي ـ د ډېسېمبر اتمې انځور.

دا لا هم څرګنده نه ده چې په شام (سوریه) کې د بشارالاسد د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته به هیت‌ تحریر الشام (اېچ ټي اېس) وسلواله ډله څه ډول رول ولوبوي، خو دا ډله د یو مهم لوبغاړي په توګه څرګنده شوې ده.

لویدیزو هېوادونو هغه ډله ترهګره ګڼله، خو اوس په شام کې د نوي سیاسي وضعیت له امله له دې پوښتنې سره مخامخ شوي دي چې څه ډول چلند ورسره وکړي او ایا د ترهګرو ډلو له نوملړه یې ليرې کړي او که څنګه؟

په همدې حال کې ځینو لويديزو حکومتونو اشاره کړې ده چې د سوریې له نویو واکمنانو سره کار کولو ته چمتو دي. د اروپا درې مهمو هېوادونو ویلي دي چې دوی ممکن د هیت‌ تحریر الشام په اړه خپل دریځ بدل کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې د دې ډلې بیانیه بدله شوې او هڅه کوي چې ځان له القاعده سره له خپل پخواني تړاو څخه ليرې وښيي.

د امریکا نوی منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ لا په دې اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی، خو زیاته کړې یې ده چې د هغه حکومت به دا پرېکړه وکړي چې له شام سره څنګه چلند وکړي.

په واشنګټن کې د سیاسي چارو شنونکې فاطمه ایوب وایي چې په دې اړه ډېر بحثونه روان دي چې هيت تحرير الشام به څنګه حکومت جوړوي. هغه مخکې د شام په لویدیځ کې یوه کوچنۍ وسلواله ډله وه خو اوس د یو مهم لوبغاړي په توګه راڅرګنده شوې او مغربي حکومتونه یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ژان نول باروت ویلي چې هيت تحرير الشام باید له تندروۍ او جهادي مفکورې څخه د وتلو لپاره خپله صادقانه اراده وښيي. هغه زیاته کړې ده چې یو استازی روانه اونۍ دمشق ته استوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند سېباستیین فېشر ویلي، ګوري چې هيت تحرير الشام له خپل ماضي څخه د ځان ليرې کولو لپاره څه اقدامات کوي او د ملکي خلکو او اقلیتونو سره څنګه چلند کوي.

د انګلستان د کابینې وزیر پیټ مک فیډن بیا ویلي چې په دې اړه "ګړندۍ پرېکړې" ته اړتیا ده چې ایا هيت تحرير الشام باید د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه ليرې کړل شي او که نه؟

په داسې حال کې چې لا روښانه نه ده چې هیت التحریر الشام به د بشارالاسد د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته په شام کې څه رول ولوبوي، خو داسې ښکاري چې لويديز حکومتونه لېواله دي چې په دې اړه خپلې لارې پرانيستې وساتي.

دا چې دا چلند به له افغانستان او طالبانو سره د لویدیځ د تعامل په پرتله څومره مختلف وي ځکه چې مغربي هېوادونه له طالبانو سره واټن ساتي. طالبان د بشري حقونو د سرغړونو او د ښځو پر زدکړو او کار د بندیزونو له امله له نیوکو سره مخامخ دي.

شنونکې فاطمه ایوب وايي چې هيت تحرير الشام ښايي د طالبانو په څېر پر ښځو بندیزونه و نه لګوي، ځکه چې هغ نسبتاً منځلارې ډله ښکاري.

XS
SM
MD
LG